د ارزګان ولایت ښځینه زده کوونکې وايي، د ښوونیز کال تر پايه یې ټولګي کې مسلکې ښوونکی او کتاب نه درلود.
دوی د کتاب او مسلکې ښوونکو تر څنګ له چارواکو غواړي، چې د کرونا وېروس خپرېدو د مخنيوي لپاره دې د ښونځيو د رخصتي موده کې زده کوونکو ته د زده کړې پر نورو لارو چارو کار و کړي.
اروزګان چې تر ډېره د جګړو خبرونه ترې ورکول کېږي، ښځينه زده کوونکې یې وايي، د ښځينه مسلکې ښوونکو او کتاب نه شتون یې تر ټولو لویو ستونزو ده.
د هغوی په وینا، د یادې ستونزې له امله یې ډېری مضامین نیمګړي پاتې دي.
د اروزګان د پوهنې رياست مرستیال محمد نسيم همتزی بیا وایي، چې د ستونزې د حل په موخه یي له پوهنې وزارت سره ګډ کار پېل کړی دی.











