طالبانو خبرداری ورکړی،چې د راتلونکي په تړاو به مسولیت د هغه چا پر غاړه وي،چې بهرنیانو ته خپله خاوره کې ځای ورکوي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ټولو بهرنیو ته یې د افغانستان له خاورې د نه ګواښ پېښېدو ډاډ ورکړی او په سیمه کې د بېګانه ځواکونو له اوسېدو سره جوړ نه دي.
طالبانو د کوم هېواد نوم نه دی اعلان کړی، خو امریکا پاکستان کې د پوځي اډو تابیه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:« په سېمه کې بېګانه ځواکونه د ناامنیو او جګړو اصلي لامل او هغه لویه غمیزه ده،چې تېر شل کاله ټولو ولیدل، په ځانګړي ډول زموږ ځوریدلی ولس تربل هر چا له دې غمیزې ډېر وکړېد او لاهم کړېږي. موږ له ګاونډیو هېوادونو غواړو،چې چا ته د داسې اقدام او فرصت اجازه ورنه کړي. که داسې کوم ګام اخېستل کېږي،دا به لویه او تاریخي بدنامي وي،چې د افغانستان ولس به د دې ډول ناوړو او پارونکو کړنو پر وړاندې غلی پاتې نه شي.»
له افغانستانه له وتو وروسته امریکا پاکستان کې اړوي،چې په افغانستان او نورو سیمه ییزو هېوادونو کنټرول ولري،خو اوس چې پاکستان او امریکا د اډو لپاره ډیورنډ کرښه ټاکلې باور دا ده،چې له یوې خوا پاکستان غواړي د بهرنیو ځواکونو په مېشتولو سره دې کرښې ته مشروعیت ورکړي او بل پلوه جګړه هلته توده وي،چې پاکستان ترې زیان ونه ویني.
عبدالستار سعادت د ولسمشر پخوانی سلاکار وایي: « دا سیمه بې سرپوښه ده،که د پاکستان په نورو ایالتونو کې دا کار وشي، ښايي د غبرګونونو کچه زیاته وي، خو دلته بیا کمه ده. بله مسله دا ده،چې دلته افغانستان، په خپله پاکستان او د ایران درې واړو لپاره مرکزي نقطه ده. درېیمه مهمه خبره دا ده،چې پاکستان له ډیورنډ اندېښنه لري او د همداشان بهرنیو ځواکونو په مېشتولو او قراردادونو سره غواړي،دې کرښې ته مشروعیت ورکړي. »
دا هم یوه پوښتنه ده،چې پاکستان کې د امریکا حضور سره به وسلوالې ډلې پرضد ودریږي او که نه؟ خو پاکستان که امریکا ته اډې ورکړي،د اسلام اباد هغه دریځ به وننکول شي،چې وایي، د نورو هېوادونو په جګړو کې برخه نه اخلي.
پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان وايي: « دا چې د امریکا یو مهم چاروکی دا شان خبرې کوي، حمتا به یو څه شتون لري. که دا کار شوی وي، نو دا کولائ شي،چې د پاکستان دننه هم حکومت ته ستونزې جوړې کړي. بله خبره دا ده،چې دا به د پاکستان حکومت له هغه درېځه سرغړونه وي، چې وايي، د نورو هېوادونو په جګړو کې برخه نه اخلي. »
روسې ،ایران او چین چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو وتل ستایلي دي، ښایي پاکستان سره په جنجال واوړي.
چین چې پاکستان کې د شااوخوا ۶۸ ملیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي،ؤ پاکستان به پرې نه ږدي،چې امریکا ته پوځي اډې ورکړي او خدمت یې وکړي.











