د قطر امير شيخ تميم بن حماد الثاني د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.
د قطر امير د يوې اعلاميې په خپرولو سره هيله ښودلې، چې مصر سره دوه اړخيزې اړيکې پراخه او پياوړې کړي.
الثاني ويلي، د مصر له ولسمشر سره په ليدنه کې به د سيمې او نړۍ پر وروستيو پرمختګونو خبرې او بحثونه وکړي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، چې مصر ته تللی د دغه هېواد ولسمشر السيسي سره هوکړه کړې، چې دوه اړخيزو اړيکو اړوند هڅې به زياتوي.
د قطر امير له لوري په خپره شوې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې دواړو لورو ټينګار کړی، چې له شته اقتصادي فرصتونو څخه به ګټه پورته کوي.
تر اوسه نه ده مالومه چې د مصر ولسمشر به د قطر له امير سره څه وخت وګوري











