د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس غړي جیم لانجیون ویلي، د افغانستان په اړه یې خپلې اندېښنې د بایډن له ادارې سره د یو لیک له لارې شریکې کړي، خو هغوی تر اوسه پورې نه دي ځواب کړي.
دغه امریکايي سناتور د افغانستان په اړه د بايډن پرېکړه ناسمه ګڼلې او په خبره یې دا ګام به جګړه ختمه نه کړي.
هغه وایي، امریکايي حکومت د سرتېرو وتلو عواقب هېڅ نه دي ارزولي او د مسایلو په اړه بې پروايي کوي.
جېم طالبانو سره د پاکستان او القاعده شبکې اړیکو ته اشاره کړې، چې په خبره یې په خپل ځای دي.











