د تخار امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، وسله والو طالبانو له تېرو څلور ورځو راهیسې د چاه آب ولسوالۍ مرکز په څنډو کې جګړه پیل کړې وه، چې په وینا یې له پرون ورځې راهیسې د افغان ځواکونو له لوري په عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله وال طلبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د اسیر په وینا، جګړه کې پنځه تنه پاڅون کوونکي هم ټپیان شوي او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، د تخار مرکز کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم کشف شوې ده، چې نسبت یې طالبانو ته ور کړل شوی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، له دغې زېرمې یې د سپکو او درندو وسلو زرګونه فیره مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي











