د افغانستان کرکټ بورډ د ای سي سي نړیوالو کرکټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه. دغه لوبې د مې میاشتې په دېرشمه نېټه په انګلستان او وېلز کې پیلېږي.
د غوراوي کمیټې مشر دولت خان احمدزی وايي، کابو شپږ میاشتې کېږي چې د ای سي سي نړیوالو لوبو لپاره د لوبډلې چمتووالی روان دی او ځینې ستونزې وې چې په دې موده کې حل
شوي دي.
له دې سره د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ته رسما مسؤليت وسپاره.
نږدې درې اونۍ وړانې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې او پرځای يې ګلبدين نايب د پنځوس اوريزو، راشد خان د شل اوريزو او رحمت شاه د ټيسټ سيالیو لوبډلمشر وټاکل شو.
ملي لوبډله اوسمهال په جنوبي افريقا کې په تمريناتو بوخته ده او اصغر افغان هملته ګلبدين نايب ته رسما د لوبډلمشرۍ مسؤليت وسپاره.
وړاندې تر دې انګیرنې داسې وې چې ګنې اصغر افغان او د ټيم ځينې نور مهم غړي د کرکټ بورډ د چارواکو له دې پریکړې نه دي خوښ.