افغانستان او اېرلېنډ سبا پنجشنبه له يو بل سره د پنځوس اوريزو لوبو لړۍ پېلوي.
ټاکل شوې لوبه د هند په دېرادون کې د کابل پرمهال غرمه مهال پېل شي چې نيمايي سيالۍ به د ورځې او نيمايي به د ګروپونو په رڼا کې ترسره شي.
افغانستان او اېرلېنډ د همدې اونۍ په پېل کې د شل اوريزو لوبو سيريز د افغانستان په بري پای ته ورساو.
افغانستان په ياد شل اوريز سيريز کې اېرلېنډ ته درې صفر ماته ورکړه او له اتو زيات ريکارډونه يې پرې ورجوړ کړل.
د پينځو يوه ورځنيو لوبو سيريز سبا پنجشنبه پېلېږي او د بلې مياشتې په لسمه پای ته رسېږي چې تر څلورو ورځو ارام وروسته به بيا دواړه لوبډلې خپلو کې لومړۍ تاریخي ټيسټ سيالۍ وکړي.
دواړو لوبډلې نږدې دوه کاله کېږي چې د نړيوالې شورا دايمي غړيتوب اخېستی خو تراوسه يې يوازې يوه يوه ټيسټ سيالۍ کړې چې اېرلېنډ پاکستان ته بايللې او افغانستان هندوستان ته بايللې.
په تېرو پينځو يوه ورځنيو لوبو کې درې افغانستان او دوه ايرلنډ ګټلي.