امریکا د خاشقجي د قتل پر قضیې سترګې نه دي پتې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، د عرب ژورنالست جمال خاشقجي د قتل په تړاو څیړنې لا دوام لري.
پمپیو دا خبرې په هنګري کې په یوې خبري ناسته کې د وینا پر مهال وکړې.
پر امریکا نیوکې دي چې له سعودي عربستان سره د خپلو اړیکو د خرابوالي له ویرې د خاشقجي موضوع پټوي.
پمپیو زیاته کړه ټول هغه کسان چې په دې قتل کې شریک دي، خامخا به ترې څیړنې کیږي.
جمال خاشقجي تیر کال په استانبول کې د سعودي د سفارت دننه و وژل شو چې تر اوسه یې د جسد په تړاو څرګند شواهد نه دي موندل شوي.