Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ارمان لوڼي د وژنې غبرګون کې ګڼو افغانانو لاریونونه وکړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/05

ګڼ شمېر ولایتونو کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازه وشوه.

افغانستان کې په دویمه ورځ هم د ارمان لوڼي غایبانه جنازه او فاتحه وشوه.

د پښتون ژغورنې په ملاتړ بیلابیلو ولایتونو کې له نړیوالو غوښتنه شوې چې د کوزو پښتنو غږ واوري او پر پاکستان فشار راوړي چې حقوق یې ورکړي.

لاریون کوونکو پاکستانی ریاست د پښتنو قاتل یاد کړی او ټینګار يې کړی چې باید له دې عمل راوګرځي.

بلخ په شمال کې هغه ولایت دی چې مدني فعالانو په کې د ارمان لوڼي وژنه وغندله او د هغه لپآره یې غایبانه جنازه وکړه.

خلک د بلخ ادبي خوځښت له خوا رابلل شوي خو ښکاره پیغام یې دا دی چې د پښتونخوا له ولسونو سره به ولاړ وي.

له بلخ ها خوا په سویلي حوزه کې دا د هلمند مدني فعالان دي چې د ارمان لوڼي د فاتحې په مراسمو کې راټول شوي دي.

د دوی په باور د حق غوښتلو غږ د پنجاب له لورې په مرګ غلی شوی دی خو نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.

د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې ځوانانو بیا د یو لاریون له لارې د پښتونخوا ولسونو ملاتړ وکړ.

ځوانانو چې د منظور پښتین په ملاتړ شعارونه ورکول له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د پښتون وژنې پرضد ودریږي.

خوست له کونړ وروسته په جنوب ختیز کې هغه ولایت دی چې ځوانانو یې پښتون وژنه وغندله او د پښتنو په یوالي یې ټینګار درلود.

ارمان لوڼی وړمه شپه د پاکستاني پولیسو له لوري په وهلو وهلو ووژل شو چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه راپارولې دي.

د پاکستان له اړخه ډېر هغه ځوانان وژل شوي چې د لوی افغانستان چغه یې پورته کړې او یاهم د خپلو حقونو لپاره د پاکستاني حکومت پرخلاف راپورته شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist