اسراييل به د ایران د ګواښونو له امله د هغوی پر پوځي اډو بریدونه زیات کړي.
د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، سوریه کې یې د ایران پر هغو پوځي اډو بریدونه کړي چې د اسراييلو پر خاورې یې ریدونه کړي وو.
نتنیاهو وايي، که اسراييلو ته ګواښ پیښیږي سوري حکومتي ځواکونه هم په نښه کېدای شي.
د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغې د زیاتو بریدونو خبرداری ورکړ چې د سوریې په دمشق کې یې پر ایراني پوځي اډو توغندیز بریدونه وکړل.
نتنیاهو ادعا لري چې د هغوی له بریدونو وړاندې یې ایراني ځواکونو پر خاوره بریدونه کړي وو.
د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، ((وړمه شپه د اسراييلو هوايي ځواکونو سوریه کې د ایران پر پوځي اډو زورور بریدونه وکړل، دغه پوځي اډې مو ځکه نښه کړې چې هغوی زموږ پر خاوره بریدونه کړي وو، موږ ته دا د منلو وړ نه ده چې زموږ پر خاوره بریدونه وشي.))
بنیامین نتنیاهو د تهران د هغو ګواښونو غندنه هم وکړه چې له بریدونو وروسته یې ویلي و چې اسراييل به د نړۍ له نقشې ورک کړي او ویجاړ به یې کړي.
نتنیاهو وايي، که سوري ځواکونه هم د اسراييلو خاورې ته زیان واوړي، دوی به سخت ځواب ورکړي.
اسراييلو تر دې وړاندې هم څو ځل پر سوریايي خاوره هوايي بریدونه کړي چې ځینې یې موخې ته رسیدلي او ځینې یې په هوا کې شنډ شوي دي.
د سوريې حکومت او ایران سربیره روسیې هم ملګروملتونو ته له دغو بریدونو شکایت کړی دی.