د کرکټ نړیوال جام افغانستان ته راوړل کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د نړيوال جام ټرافي يا کپ د چهاشنبې په ورځ افغانستان ته راوړل کېږي چې کابل، باميان، هرات او کندهار کې به نندارې ته کېښودل شي، کرکټ بورډ وايي همدغو ولايتونو ته د کپ لېږد هدف په دې ولايتونو کې د کرکټ وده ده.
د نړيوال جام ټرافي هر ګډونوال هېواد ته وړل کېږي، د دې کپ په راوړلو د کرکټ بورډ شاوخوا شپېته زره ډالر لګښت کېږي او امنيتي او نور مسؤليتونه يې په افغانستان دي.
ټرافي به د کرکټ بورډ اجرايه مشر له دوبۍ څخه راوړي او بېرته به د شنبې په ورځ د نړيوال شورا دفتر ته ولېږدول شي.