د فوټبال فدراسيون د مشر په ګډون د شپږو تنو دندې ځنډول شوي.
د ولسمشر سلاکار فاضل فضلي پخپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم او پينځو نورو کسانو دندې ځنډولي.
د فوټبال فدراسيون په مشر او ځينو غړو دا تور دی چې کوچني هلکان او نجوني يې ځورولي او په ځينو يې جنسي تېری کړی.
دا تورونه د فوټبال د ښځينه ټيم پخوانۍ کفتانې او مديرې خالدې پوپلزۍ له نړيوالو رسنيو سره کړي.
لوی څارنوال تېره اونۍ ولسمشر او خلکو سره ژمنه کړې وه چې دې اونۍ کې به د څيړنو لومړی راپور وړاندې کړي خو د دندو د ځنډولو په تړاو يې څه نه دي ويلي.