• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

خلیل‌زاد د سولې لپاره دریم سفر پيل کړ

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/03

خلیلزاد د افغان سولې لپاره افغانستان او د سیمې یو شمیرهیوادونو ته دریم سفر پیل کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه سفر موخه د افغان سولې خبرې دي ، او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې سیاسي حل لارې لپاره زمینه برابرول دي.

شنونکي د خلیلزاد د دریم سفر په اړه بیلا بیل نظرونه لری، ځیني د خلیزاد دغه سفر د افغان سولې لپاره له لاسته راوړنو ډک بولي، خو ځینې وايي امریکا تر دې دمه د طالبانو غوښتنې نه دي منلي چې له امله یې د سولې پروسه مبهمه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد به په دغه اتلس ورځني سفر کې له روسیې، افغانستان، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات او قطر هېوادونو ته د یوې هیت په مشرۍ سفرونه وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، موخه یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې سیاسي حل لارې لپاره زمینه برابرول دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت داسې ویلي (( د دغه سفر موخه د افغان سولې خبرې دي او هڅه به وشي چې د سولې خبرو پیل لپاره زمینه برابره شي، امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې سیاسي حل لارې لپاره ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي))

شنونکی نجیب آزاد وايي د خلیلزاد دریم سفر د دې ښکارندوی کوی چې امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیدلې ده او په دغه سفر کې به يې ټینګار په دې وي چې هغه هیوادونه سره وګوري چې له طالبانو څخه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ملاتړ کوي.

خو بل شنونکی وحید مژده وايي تر دې دمه امریکې د طالبانو غوښتنې نه دې منلي،نو د خلیلزاد دغه سفر به د افغان سولې لپاره مثبتې پایلی ونه لری ، نوموړي په دې باور ده چې د خلیلزاد لیدنه به د یوشمیر هیوادنو څخه دا وي تر څو په طالبانو دا فشار راوړي چې  د امریکا دایمی اډو شتون په افغانستان کې ومني.

خلیلزاد دافغان سولې خبرو لپاره د ځانګړې استازي له ټاکل کیدو ورسته په دوه سفرونو کې د افغانستان په شمول له یو شمیر سمیزو هیوادنو لیدنه کړي وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو
افغانستان

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو
افغانستان

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist