ریال مادرید؛ بارسلونا ته سخته ماته ورکړه
ريال مادريد په ايل کلاسيکو لوبه کې له بارسلونا بې سارې ماتې وخوړه.
د هسپانيې په لاليګا سياليو کې ريال مادريد د تمې خلاف لويه ماته کې پينځه يو لوبه وبايلله.
بارسلونا او ريال مادريد د نړۍ په کچه تر ټولو مشهورې او پياوړې لوبډلې دي د دوی ترمنځ هره کېدونکې سيالۍ ميلونونه کسان ننداره کوي او د ايل کلاسيکو په نوم نومول کېږي.
که له يوې خوا ريال مادريد خپل قوي لوبغاړی کريسټيانو رونالډو له لاسه ورړکړی تېره لوبه کې بارسلونا هم خپل پياوړی لوبغاړی ليونل ميسي د ټپونو له امله ونه لوباو.
په ياده سيالۍ کې ريال ماديد دومره کمزورې وبرېښده چې سيال ټيم پرې پينځه خو دوی پرې يوازې يو ګول وکړ.
ريال ماديد د دغو سياليو تر ټولو زياته اتلولي لري او څه موړه وړاندې يې د اروپا اتلولي هم خپله کړې خو له دې ماتې سره د جدول اتم مقام ته ښکته شوه.