د پکتیا لوبغاړي وايي د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې سستې دي.
د پکتيا يو شمېر لوبغاړي وايي، د دې ولايټ د کرکټ د لوبغالي چارې په سستۍ روانې دي او ښکېلې خواوې باید د لوبغالي پر جوړېدو کار چټک کړي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې په پکتيا کې د دوه سوه او دېرش زره ډالرو په ارزښت د لوبغالي د رغولو چارې پېل شوې وې چې تراوسه دغه لوبغالی لا نه دی جوړ.
لوبغاړي وايي، د دې لوبغالي د جوړېدو په تړون کې فساد شوی.
د دغه لوبغالي د جوړېدو چارې د پخواني مشر عاطف مشعل د د رياست پرمهال پيل شوې وې او تمه ښودل شوې وه چې سږ کال به د لوبو لپاره چمتو شي خو لا هم دغه لوبغالی سياليو ته جوړ نه دی.