امریکا اعدام قانوني کوي.
امریکا پخپل جزايي قانون کې بیرته د مرګ جزا زیاتوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اړ دي چې د ځينو جرمونو لپاره د مرګ سزا وټاکي.
ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې دا خبره وکړه چې وړمه ورځ په پینسلونیا ایالت کې د یهودانو پر یو عبادت ځای برید وشو.
پیښه کې ۱۱ کسان و وژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
ډزې کوونکی ۴۶ کلن روبرټ بو ورس دی چې په دغه عبادت ځای کې یې د ډزو پر مهال چیغې وهلې چې ټول یهودان باید له منځه یوړل شي.
یو شمیر راپورونه وايي روبرټ د محکمې له لوري د مرګ په سزا محکوم شوی دی.
دغه برید په نړیواله کچه د یهودانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.