اسراییلو غزه کې ۴ فسطنیان ووژل او ۵۰ یې ټپیان کړل
اسراييلي ځواکونو یو ځل بیا څلور تنه فلسطنیان و وژل او کابو ۵۰ یې ټپیان کړل.
راپورونه وايي بریدونه د غزې او اسراييلو تر ولکې لاندې سیمو کې د لاریونونو په ترڅ کې شوي.
فلسطیني چارواکي وايي مړي او ټپیان یې د غزې ښار او خان یونس سیمې روغتون ته استولي دي.
اسراييلي ځواکونو په ورته وخت کې د حماس ډلې پورې مربوط درې سیمو باندې هوايي بریدونه کړې دي.
ویل کیږي چې ۱۶ زره لاریون کوونکي سرحدي سیمو کې راټول شوي و او د اسراييلو ضد لاریونونه یې کول.
د غزې د لاریونونو له پیل راهیسې چې هره جمعه کیږي، تر اوسه ۲۱۲ تنه وژل شوي دي.