Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانیا سعودي عربستان ته د ورک شوي عرب ژورنالېست پر سر ګواښ وکړ

بریټانیا سعودي عربستان ته د ورک شوي عرب ژورنالېست پر سر ګواښ وکړ

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/15

بریټانیا هم د عربي ژورنالیست پر سر د سعودي مشرانو ته ګواښ وکړ.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، که سعودي د پیښې د پټولو هڅه نه کوي نو باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

جرمني وايي که ثابته شي چې سعودي مشرانو په دې قضیه کې لاس لري؛ بریټانیا به مناسب غبرګون وښيي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ پر ریاض غږ وکړ چې د جمال خاشقجي په پیښه کې مرسته وکړي.

هنټ ګواښ وکړ که سعودي حقایق نه پټوي نو بیا اړ دي چې همکاري وکړي او د خاشقجي په موندلو کې د نړیوالو ملاتړ وکړي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ وویل، ((که هغوی څه نه پټوي نو باید همکاري وکړي، ما د سعودي له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې، ما له هغوی ډيرې پوښتنې وکړې اوس نو د هغوی پورې اړه لري چې څه کوي، دا د بیان د ازادۍ موضوع ده ځکه نړیوالو ته ډیره مهمه ده.))

د امریکا او ترکیې په څير جرمي هنټ هم و ویل چې بریټانیا هم په دې تړاو اندېښمنه ده.

هنټ زیاته کړه چې که داسې څه ثابت شي چې سعودي مشران د خاشقجي په لادرکه کېدو او یا وژنه کې لاس لري نو بریټانیا غلې نه کېني.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ وویل، ((زه نه غواړم چې ګومانونه او شکونه وکړم، ځکه موږ له حقیقت نه یو خبر، خو موږ په دې تړاو ډېر څرګند دریځ لرو ، که د سعودي په تړاو دا کیسې رښتیا شي نو موږ به پرې فکر وکړو چې په دې اړه څنګه مناسب غبرګون وښيو.))

اخوا سعودي عربستان د خاشقجي د ورکېدو او مړینې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ټرمپ د هغو څرګندونو په تړاو یې سخت غبرګون ښودلی چې ګواکې د سعودي په مشرانو به بندیزونه ولګوي.

خاشقجي له تیرو دوه اونیو راهیسې په استانبول کې لادرکه دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist