Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره ګوري

امریکايي پادري سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وکتل

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/14

امریکايي پادري سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وکتل.

دغه امریکايي پادري اندریو برېنسن په څلور ویشت ساعتونو کې د ترکیې له زندان څخه سپینې ماڼۍ ته ورسید.

هغه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څخه مننه وکړه چې په ازادیدو کې یې ډیره مرسته کړې.

امریکايي پادري چې په ترکیه کې یوه نیمه میاشت بندي و په ۲۴ ساعتونو کې سپینې ماڼۍ ته ورسید.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دا ډیره جالبه ده چې یو کس دې د ترکیې له زندان څخه سپینې ماڼۍ ته په ۲۴ ساعتونو کې ورسیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ((دا ډیره جالبه ورځ ده، ځکه لکه څنګه چې تاسې واورېدل، ما وړاندې هم وویل، یو کس د ترکیې له زندان څخه سپینې ماڼۍ ته په ۲۴ ساعتونو کې رسیږي، دا ګوره ډیره بده نه ده.))

ډونالډ ټرمپ په دغه ناسته کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه هم مننه وکړه او دا کار یې له ترکیې سره د تازه اړیکو لپاره نوی پېل وباله. امریکايي پادري اندریو برېنسن او ډونالډ ټرمپ په اوول دفتر کې دغه ناسته وکړه.

برېنسن وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هغه په را خوشې کیدو کې ډیره مبارزه وکړه.

امریکايي پادري اندریو برېنسن وویل، ((موږ باید په ځانګړې توګه لومړی د ټرمپ له ادارې مننه وکړو، له هغې ورځې چې تاسې دفتر ته راغلي یاست، تاسې زموږ لپاره ډیره مبارزه کړې ده. زه پوهیږم چې بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم زموږ لپاره ډیره مبارزه کړې چې مننه ترې کوو.))

اندریو برېنسن وايي، ترکیه یې کور دی او شاوخوا ۲۵ کلونه هلته اوسېدلی دی. 

پر برېنسن تیره میاشت له ترهګرو سره د اړیکو تور پورې شو چې له امله یې په درې کلن بند محکوم شو.

واشنګټن د دغه پادري د بندي کیدو له امله پر ترکیې بندیزونه هم ولګول او له هغوی یې وغوښتل چې ژر باید برېنسن خوشې کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist