د افریقايي هیواد هیتي شمال کې زلزلې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوړله.
په دغه زوروره زلزله کې ۱۴ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان دي.
نړيوالې میټرولوجي ادارې د دغې زلزلې ژور والی ۱۱،۷ کیلومټره او د ریکتر په کچه ۵ درجې ښودلې دی.
په دغه زلزله کې د ګڼو ماشومانو او ښځو په ګډون له ۱۵۰ زیات کسان ټپیان دي.
هیتي کې په ۲۰۱۰ کال کې هم درنه زلزله شوې وه چې زرګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
د هیتي ولسمشر جیوینل د دغې زلزلې د قربانیانو لیدلو ته ورغلی و.
له دغې زلزلې وروسته کوچني ټکانونه هم شوي چې د سیمې اوسیدونکو ته یې ډار پیدا کړی دی.