اندونیزیا کې د زلزلې د قربانیانو لپاره د ژغورنې بهیر پای ته ورسید.
د اندونیزیا حکومت وايي، د دوی د ژغورنې دوه اونیز عملیات بشپړ شوي او قربانیانو ته یې د مرستو لړۍ دوام لري.
تازه راپورونه وايي، د دغې سونامي له امله تر اوسه ۵۰۰۰ کسان لادرکه دي.
په دې زلزله کې د مړینې وروستی شمېر ۱۷۶۰ تنه ښودل شوی چې زرګونه نور ټپیان دي.
د طبیعي پیښو لپاره د چمتووالي اداره وايي، د دغې زلزلې لپاره د ژغورنې بهیر ۱۴ ورځې وخت ونیوه.
اخوا د نړیوالې ټولنې په ګډون له شلو زیاتو هیوادونو له زلزله ځپلو سیمو سره د مرستو هوکړې کړې دي.