د اسرائیلو لومړي وزیر د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، که لاریونونه بند نه کړي اسرائیلي ځواکونه به پرې بریدونه وکړي.
د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کابینې ته د وینا پر مهال خبر ورکړ، چې اسراييلي ځواکونه پر غزې د برید لپاره چمتو دي.
نتنیاهو وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي او د غزې اوسیدونکي خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړي، دوی اړ دي چې بریدونه وکړي.
هغه د اسراييلي کابینې وزیرانو ته وویل د غزې لاریونونه او د اسراييلي ځواکونه وژنې ورته نور د منلو وړ نه دي.
نتنیاهو دا خبرې داسې مهال وکړې چې په غزه کې اوس هم مظاهرې دوام لري او وخت نا وخته فلسطنیان پر اسراييلي ځواکونو د چړو او چاقوګانو ګوزارونه کوي.