Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د نواز شریف ورور لس ورځې زنداني شو

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/07

د نواز شریف کورنۍ یو په بل پسې زندان ته روان دي.

اپوزیسیون ګوند مشر شهباز شریف په مالي فساد کې د لاس لرلو په تور لس ورځې زنداني شو.

د شهباز شریف پلویان چې د محکمې مخې ته راټول شوي وايي، له خپلو قانوني حقونو به دفاع ته ادامه ورکړي.

د لاهور د ملي حسابدارۍ محکمې په مالي فساد کې تورن شهباز شریف په لسو ورځو بند محکوم کړ.

د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب وايي، محکمې د څېړنو له بشپړېدو وړاندې پرېکړه کړې او باید د دې کار ځواب ورکړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزېب ویلي، ((د حسابدارۍ ملي محکمې، د څېړنو په جریان کې پرېکړې کړې دي. محکمه باید د دې ځواب ووايي. اوسنی حکومت غواړي چې د حسابدارۍ محکمې له لارې خپل سیاسي غچ واخلي.))

پر شهباز شریف تورونه دي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په غیر قانوني توګه یو شمېر قراردادونه د ځان په ګټه لغوه کړي دي.

اوس د لاهور محکمې مخ ته د شهباز شریف زرګونه پلویان راټول شوي او د هغه د نیولو او محاکمې پر ضد شعارونه ورکوي.

د شریف د ګوند غړي وايي، د خپل قانوني حق لپاره به مبارزه وکړي.

د مسلم لیګ ګوند لوړپوړي غړي پروېز ملک ویلي، ((که خدای کول، موږ به د ولس احساساتو او غبرګونونو ته په کتو سره، له قانوني لارې د خپل حق غوښتنه وکړو.))

شهباز داسې مهال زندان ته ځي چې په پام کې ده د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۴مه نیټه یو شمېر ایالتي او پارلماني څوکیو لپاره ټاکنې وشي.

شهباز وروسته له هغې په مالي فساد کې د تورونو له امله لس ورځې زنداني شو چې مشر ورور نواز شریف یې هم د ورته تورونو له امله تېره میاشت په لس کلن بند محکوم شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist