اروپايي ټولنې د امریکا پر ضد له ایران سره نوې هوکړه لاسلیک کړه
دواړو لوریو ترمنځ دغه هوکړه د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشره فیدریکا موګیرني او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ګډه ناسته کې وشوه.
اروپايي ټولنه به تر دې وروسته د نوي سوداګریز چینل له لارې له ایران سره د تیلو واردات او صادرات کوي.
فیدریکا موګیرني وايي، له ایران سره د اروپايي ټولنې همکاري د دغې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مهمه برخه جوړوي.
د ایران د اټومي تړون په تړاو د ملګروملتونو د غونډې په څنډه کې له حسن روحاني سره هم ګڼو لویدیځو مشرانو کتلي دي.
امریکا وروسته له هغې ایران سره له شوي اټومي تړون څخه په بشپړه توګه ووتله چې ډونالډ ټرامپ واک ته ورسېد.