امریکا له خپلو بندیزونو سره نړیوالو اصولو ته زیان رسوي.
چین کې شنونکي وايي د امریکا تازه بندیزونه پر نړیوالو نورمونو او اصولو هیڅ برابر نه دي او ټرمپ د دغو اصولو سپکاوی کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیرې اونۍ په پای کې اعلان وکړ چې د چین پر نظامي تجهیزاتو به بندیزونه ولګوي.
امریکا د دغو بندیزونو په لړ کې چین ته ګواښ کړی و چې له روسیې دفاعي سیسټم وا نخلي.
اخوا چین تر دې وړاندې څو ځل سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې بندیزونه به یې سوداګریزې جګړې ته لار هواره کړي او د هغوی په زیان به هم تمام شي.
چین او امریکا دواړه د نړۍ ستر سوداګریز هیوادونه دي چې دا ډول حرکات یې د نړۍ پر اقتصاد ډیر بد اغیز کولای شي.