د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی، چې د وروستي ترهګریز برید غچ به خامخا اخلي.
د ایران سپاه پاسداران ګواښ کوي چې د وروستۍ پیښې غچ به خامخا اخلي.
انقلابي ځواکونه وايي هرڅوک چې د دغې مرګوني برید تر شا لاس لري له سخت او نه هیریدونکي انتقام سره به مخ شي.
سپاه پاسداران هغې وسله وال برید ته په اشارې سره دغه ګواښ وکړ چې څو ورځې وړاندې پر یوه پوځي پریډ وشو او د ۴ برید کوونکو په ګډون یې ۲۹ تنه ووژل.
د ایران حکومت د دغه برید تر شا د هغو منځني ختیځ هیوادونو لاس بولي چې د امریکا ملاتړ ورسره دی.
اخوا په ایران کې میشت عرب سخت دریځې او داعش ډلې د دغې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی.