د ترکیې لومړي وزیر مرستیال وایي، د لنډمهال لپاره به روهنګیايي وګړو ته استوګنځایونه برابر کړي.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال په بنګلدیش کې د روهینګیا مسلمانانو له یو کمپ لیدنه وکړه.
دغه لوړ پوړي ترکي چارواکي د لیدنې په مهال ژمنه وکړه، چې ترکیه به لږ تر لږه ۱۰۰ زرو روهینګیایانو ته د لنډ مهال لپاره د استوګنې ځایونه برابر کړي.
هغه همداراز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د دغو مسلمان وګړو پر وړاندې د روان کړکېچ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې په میانمار کې د روهینګیا مسلمان وګړو پر وړاندې د پوځ تاوتریخوالی پیل شو، چې له امله یې ۴۸۰ زره کسان له خپلو کورونو تېښته وکړه.