Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو شمیر اروپايي هېوادونو له طالب مشرانو سره خبرې پيل کړي دي

admin by admin
2021/08/29

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون وايې، هڅه کوي چې له افغانستان سره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم اړیکې وساتي.

 ماکرون زیاته کړه: «زه تاسې ته ویلی شم چې له طالبانو سره د بشري مرستو په برخه کې د مرستې او همکارۍ په تړاو زموږ خبرې دوام لري. موږ د هغوی وړتیا ته ګورو چې د افغان ښځو  او نارینه و حقونه خوندي کولای شي او که نه؟ د هغو کسانو ساتنه کولای شي، که نه چې په ګواښ کې دي.»

ماکرون د عراق پلازمېنه بغداد په یوه غونډه کې ویلي، د افغانستان د مسلې په تړاو له قطر سره هم خبرې کوي.

اخوا په افغانستان کې د بریټانیا  سفیر سرلوري بریسټو وايي، افغان ولس یې هېر نه دی.

بریسټو زیاته کړه: «موږ هېڅ کله افغان ولس نه دی هېر کړی. موږ پوهېږو چې هغوی مرستې ته اړتیا لري. موږ به هغو ټولو همکاریو ته دوام ورکړو، چې زموږ په وس کې دي. موږ افغانان او د هغوی مېړانه نه هېرو. هغوی د دې حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.»

لویدیځ هېوادونه په دې اند دي که د طالبانو راتلونکی حکومت له  هغوی سره اړیکې ساتل غواړي، نو هغوی به هم ورسره خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وروسته په افغانستان کې د امریکا او د دې هېواد د ملګرو هېوادونو شل کلن پوځي ماموریت پاېته رسېږي، د نړۍ ګڼ هېوادونه لېواله دي، چې له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist