Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي

یوناما: افغانستان کې لا هم ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/11

د ډسمبر لسمه هرکال د بشري حقونو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. په همدې مناسبت کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې لا هم په افغانستان کې ډېری خلک اړینو شرایطو ته لاسرسی نه لري.

په اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت ته اشاره شوې او ویل شوي چې د افغانستان ښځې او نجونې لا هم  له یو شمېر اساسي حقونو بې برخې دي.

د یوناما اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « په افغانستان کې ډېری خلک لا هم دغو اړینو شرایطو ته لاسرسی نه لري. ښځې او نجونې لا هم زده کړو، کار کولو او په عامه ژوند کې د ګډون په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. دغه کار د دوی اساسي حقونه او د هېواد راتلونکی اغېزمنوي. روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی توازن نه لري او دا کورنۍ زیانمنوي او ټولنې کمزورې کوي.»

یوناما ټنیګار کړی چې د افغانستان واکمن حکومت باید د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونو ته نږدې شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: « افغانستان لپاره د دې ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې وکولی شي زده کړې وکړي، کار وکړي او په ټولنه کې بشپړ ګډون ولري، د بیارغونې اړین موارد برابروي. موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې له نړیوالو مکلفیتونو سره د سمون لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د افغانستان او د هغه د ټولو وګړو لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړي.»

په ورته مهال، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم له نړیوالو د بشري حقونو د تأمین په اړه د ګډ دریځ غوښتنه کړې.

ریچارډ بېنېټ زیاته کړې: « بشري حقونه د ملګرو ملتونو په بنسټ کې د سولې، برابرۍ او کرامت ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي، ترڅو هغه ناانصافي چې ډېری خلک له هغې سره مخ دي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې له منځه یوسي. د بشري حقونو په نړیواله ورځ، نړۍ باید کلک دریځ ونیسي.»

که څه هم سرپرست حکومت د یوناما تازه اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو د چارو شنونکي زده ‌کړې او کار د ښځو او نجونو اساسي حق بولي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په سیمه او نړۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کېدونکو ظلمونو مخه هم ونیسي.

د چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دا معقوله خبره ده چې زموږ خویندې او لورګانې د زده کړو او کار حق لري، خو د انسان وژنه کوم چې په فلسطین، یمن او سوریې کې ترسره کېږي او دغه راز په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو وژنه هم بشري حقونو او انساني کرامت ته توهین او تر پښو لاندې کول دي چې باید وغندل شي.»

د چارو شنونکی زلمی افغانیار وایي: « په تېرو څلورو کالو کې د یوناما په ګډون د ملګرو ملتونو بنسټونو د سیاسي موج سوارۍ پر بنسټ اعلامیې خپرې کړې او له افغانستان سره تقابلات مطرح کړل. د دوی لپاره هېڅکله افغانستان کې بشري حقونه مهم نه دي او که مهم وای، نو د ملي ګټو پر بنسټ به یې تعامل کړی وای. ملګري ملتونه او یوناما د فلسطین په اړه څه پيغام لري، هلته زرګونه کسان شهیدان، ژوبل او بې کوره شول. دوی ولې په دې اړه اعلامیه نه خپروي.»

نړیوال بنسټونه که څه هم نږدې هره ورځ د بشر حقونو خوندیتوب په اړه اعلامیې ورکوي او دغه ورځ په داسې حال کې نمانځي چې لا هم ډېری افغان کډوال په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان سربېره، یو شمېر نورو هیوادونو کې هم له زجر سره مخ دي، خو نړیوال بنسټونه د دغو بې عدالتیو مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist