Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګریفیټس: اسلامي امارت د بشري حقونو خوندیتوب برخه خپله ژمنه نه ده عملي کړې

ګریفیټس: اسلامي امارت د بشري حقونو خوندیتوب برخه خپله ژمنه نه ده عملي کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/06

سره له دې چې د روانې جون میاشتې په وروستیو ورځو کې به په دوحه کې د افغانستان د روان وضعیت او د ښځو حقونو خوندیتوب په اړه ناسته ترسره شي، خو تازه د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال او د دې سازمان د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس، امنیت شورا ته ويلي، اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پرله پسې سزاوې صادرې کړې.

د ګریفیټس په خبره، اسلامي امارت د بشري حقونو خوندیتوب او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په برخه کې خپله ژمنه نه ده پوره کړې او نړيواله ټولنه نور له هغوى کومه تمه نه لري.

هغه زیاته کړې:« زه د عمومي سرمنشي په استازيتوب کابل ته ورغلم، چې د افغانستان له نويو واکمنانو سره خبرې وکړم. ما په افغانستان کې ډېرعمر کار کړی و. هغه وخت په حقیقت کې موږ ځینې لیکلي ژمنې درلودې، چې څنګه به له طالبانو سره مخ په وړاندې لاړ شو، خو اوس هغه هیلې له منځه تللې دي. طالبانو د بشري حقونو د تامین په برخه کې خپله ژمنه نه ده عملي کړې. په تېره بيا د ښځو حقونه نه دي خوندي شوي او پرله‌پسې فرمانونه صادر شوي دي او هغه موارد، چې له طالبانو سره نړيوال تعامل ته لاره هواره کړي، لا هم د بحث وړ دي.»

ګریفیټس چې د بشردوستانه چارو ماموریت به یې د همدې میاشتې په پای کې پای ته ورسیږي، ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه د افغانانو په استازیتوب له اسلامي امارت سره په ډېرو مسایلو کې هوکړې ته نه ده رسېدلې او بحثونه لاهم دوام لري.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، هغه څه چې په افغانستان کې لاهم د رسمیت پېژندنې لارې چارې ستونزمنې کوي، نجونو او ښځو ته د کار او زده کړې حق نه ورکول دي او په خبره یې سرپرست حکومت دې د دغو حقونو په تامین سره نړیوالو ته اجازه نه ورکوي، څو خپلې سیاسي ګټې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل وايي:« تقریبا ټوله نړۍ یو واحد نظر د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې لري، هغه واحد نظر همدا ده چې د افغانستان اسلامي امارت هغه ژمنې او هغه تمه مخکې له دې چې اسلامي امارت قدرت ته ورسېږي، دوی کړې وې او نړۍ کومه تمه چې ترې لرله، هغه تمه په حقیقت بدله نه شوه، د بېلګې په ډول اسلامي امارت په دې درېیو کلونو کې  ونه توانېده چې د نجونو پر مخ ښوونځي خوشې کړي او هغوی ته داسې یو سم مېکانیزم جوړ کړي، د نجونو زده کړو لپاره یو منظم مېکانیز جوړ کړي، همداشان ښځو ته په نظام کې ونډه،  هغوی ته د کار ،فعالیت او د دندې زمېنه یې برابره کړې وی.»

ځېنې نور بیا وايي، سرپرست حکومت باید د نړیوال کنوانسیون پر اساس د ملت حقونو ته ژمن واوسي او په خبره یې پر ځان د ولس د باور زياتولو سره دې نړیوالې رسميت پېژندنې ته زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« ښځو ته د دوی له انتخاب سره سم او د دوی لیاقت سره سم، د دوی له استعداد سره سم کار نه ورکول کېږي، چې دا د دوی حق دی، هم اسلامي او هم سنتي، هم د بشر حقوقو د نړیوال کنوانسیون پر اساس. دا حق ترې اخېستل شوی دی او له بده مرغه د اسلامي امارت مسوولین او مشران پر خپلې سرزورۍ باندې په همدغې برخه کې هم د نړیوالې ټولنې له نیوکې سره مخ دي او په افغانستان کې دننه د خلکو له نه رضایت سره مخ دي.»  

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په افغانستان کې پر ښځو محدویتونه وضع شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist