Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندز کې د افغان ځواکونو تلفات لوړ شوي

admin by admin
2020/02/17

تازه تېره شپه د ښار اړوند شوره خاک سیمه کې د ملي اردو یوه پوسته طالبانو سقوط کړې او دیارلس سرتېري يې پکې وژلي دي.

په کندز کې د دوشنبې په شپه د پوځ ۱۳ سرتیرو وژل کېدو پر چارواکو د خلکو نیوکې راپورته کړي.

د کندز ښار اړوند سیمه کې طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستې برید وکړ چې په پاېله کې یې ۱۳ سرتیري ووژل شوي دي.

د کندز اوسېدونکي او د خلکو استازي چارواکي ګرم بولي چې په وخت د سرتیرو ملاتړ نه کوي.

د کندز ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري او یو شمېر اوسیدونکو داسې وویل(( په کندز کې د وسله والو مخالفینو تهاجمي بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. تیره په خان اباد او چهاردره کې  او نن شپه دلته د پوسټې سقوط چې ګڼ شمیر سرتیرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده د تشویش وړ خبره ده،،،، وسله وال مخالفین دولتي پوستې سقوط کوي ساعتونه ورسره جګړه کیږي خو له بده مرغه چې کمکي ځواکونه و رته نه را رسیږي.))

وروستیو بریدونو په کندز خلکو سره اندېښنې پیدا کړي چې ورځ تر بلې د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه لوړېږي خو مسوولین یې د مخنیوي لپاره اقدامات نه کوي.

په کندز کی د ۲۱۷ پامیر قول اردو مشر محمد علي یزداني هم تلفات مني خو وایي طالبانو ورسره د مخامخ جګړي توان له لاسه ورکړی او غلچکي بریدونه کوي.

محمد علي یزداني داسې وویل ((  لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست وسله وال مخالفین دومره توان نه لري چې پر افغان ځواکونو مخامخ بریدونه وکړي بلکې په ځینو ساحو کې غلچکي بریدونه کوي او یا موقتي چک پاینټ اچوي . زموږ ګزمې د کندز په ټولو ساحو کې ترسره کیږي چې ډيری وخت مخالفینو سره په جګړه اوړي زموږ پلان دا دی چې وړې پوستې په لویو بېزونو بدلې کړو  تر څو وکولی شي مخالفین له پښو وغورځوو.))

پوځ د تېرې شپې په برید کې یوازې د ۵ سرتیرو وژل کېدل او د ۳ نورو ټپي کېدل تاییدوي خو طالبان وایي چې ګڼ سرتیري یې وژلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist