Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کلارک: د افغانستان د څار لپاره د اډو برخه کې مو  ډیپلوماټیکو هڅو پایله نه ده ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/07

له افغانستانه  له وتلو ۸ میاشتې وروسته د امریکا متحده ایالتو د پوځ ځانګړو عملیاتو قوماندان جنرال ریچارډ کلارک ویلي، افغانستان کې یې د نړیوالو ترهګرو د څارلو وړتیا کمزورې شوې ده او د دې لپاره اوس اړتیا ده،چې افغانستان ته په نږدې هېوادونو کې نظامي اډې ولري.

کلارک د امریکا متحده ایالتو د سنا دفاعي کمیسیون ته ویلي، د د افغانستان څار لپاره د اډو لپاره یې هڅو د اوس لپاره پایله نه درلوده.

خو  د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، په سیمه کې د غرب سیاستونه بدل شوي،خو د چین،روسیې او هند نویو خوځښتونو ته په کتو ښایي،هېڅ هېواد په‌خپله خاوره کې امریکايي اډې ته ځای ورنه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه حمت الله حکمت وايي:« زه فکر کوم،چې امریکایان د اوس لپاره په سیمه کې ځای نه لري،چې څوک اډه ورته ورکړي،ځکه له د امریکا له متحده ایالتو سره، چین، روسیه،هند او نور هېوادونه  په سیاسي،اقتصادي  او نظامي جګړه باندې بوخت دي. دا شرایط د دې نه دي،چې د امریکا متحده ایالت په دې سیمه کې د پوځي اډو خوبونه وګوري.»

 سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وايي:«  زما په اند، د اوس لپاره په سویلي او منځنۍ اسیا کې د امریکا متحده ایالتو پوځي اډو رامنځته کول ممکن نه دي. نو په راتلوونکې کې به وګورو،چې نړۍ له څه بدلونونو سره مخ کېږي. » 

د امریکا متحده ایالتو  له وړاندې ویلي وو،چې افغانستان به د سیمې له یوه هېواد تر څار لاندې نیسي.

په دې اړه خبرې د پاکستان سره روانې وې،هغه هېواد چې  د امریکا متحده ایالتو ته یې دوه لسیزې وړاندې په افغانستان د برید زمینه برابره کړې وه.

 د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي، افغانستان کې کوم هېواد ته ګواښ نه شته دی. 

سمنګاني زیاتوي:« الحمد الله په ټول هېواد کې امنیت تامین دی. داسې هېڅ ډله نه شته دی،چې خپله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ګواښ وي.  اسلامي امارت لکه څنګه چې ژمنه کړې،هېچ چاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان له خاورې په ګټنې د افغانانو،سیمې او نړۍ امنیت ته زیان ورسوي او هېڅ څوک دې په دې برخه کې وېره نه لري. » 

د امریکا متحده ایالتو  بار  بار په سیمه او افغانستان کې د القاعده او داعش په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتو ترمنځ د دوحې هوکړه هم شته دی،چې په کې اسلامي امارت د افغانستان له خاورې امریکامتحده ایالتو ته د کوم ګواښ د اوښتو تضمین ورکړی دی،چې پراساس یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist