Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کريمي: له نړۍ سره مو د تعامل او رسمي اړیکو ټېنګښت ټول معیارونه پوره کړي 

کریمي: د چین ناسته به له نړۍ سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړېکې پياوړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/31

د چین په انهوی ولایت کې  د افغانستان په تړاو ناسته روانه ده،چې د افغانستان ګاونډیو او د سیمې یو شمیر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یې ګدونوال دي.

د ا فغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي،د چین ناسته به وشي کولای، چې له نړۍ او سیمې هېوادونو سره د افغانستان ډیپلوماتیکې او اقتصادې اړیکې پیاوړې کړي او پایلې به یې هم مثبتې وي.

کریمي زیاتوي:« د اسلامي امارت غوښتنې او داعیه به دا وي،چې له افغانانو سره او له اسلامي امارت سره د ډیپلوماتیکو روابطو د پياوړتیا په برخه کې،همدا راز د اقتصادي، تجارتي او نورو برخو کې پرمختګونه رامنځ ته شي او یو ملموسه پایله رامنځ ته شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،چین د سیمې او نړۍ پر کچه ستر اقتصادي هېواد دی او په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا هم لري او دغه ناسته به د دواړو هېوادونو لپاره ګټې ولري.

د دوی په باور بېجینګ به وتوانیږي،چې، نورو هېوادونو ته د افغانستان د حکومت د رسمیت لپاره قناعت ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه  سرور نیازی  وايي:« د چین دغه ناسته د افغانستان لپاره ډېره مهمه او ګټوره ده. چین یو ستراقتصادي هېواد دی او په افغانستان کې زیاتې اقتصادي موخې لري،چې هم د افغانستان پر ګټه دي او هم د چین پر ګټه،هېله داده،چې په دغه ناسته کې چین وکولای شي،چې نورو هېوادونو ته قناعت ورکړي،ترڅو د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني او خپلې بشري مرستې له سره پیل کړي.»

خو ځینې بیا په دې باور دي،چې دغې ناستې ته اروپايي هېوادونه،چې په بشري او اقتصادي برخو کې د افغانستان ستر مرستندویه ډونران دي، نه دي وربلل شوي او یوازې داسې هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې،چې هغه له افغانانو سره د سترې مرستې مخینه نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:«چین ناسته دنړیوال سیاسي اقلیم تر سیوري لاندې دایريږي دغې ناستې ته قطریان او اندونیزییان را دعوت شوي دي او اروپآيان نه دي رابلل شوي په داسې حال کې چې اروپاده چې دافغانستان ستره ډونره ده.

دبجینګ ناسته چې دافغانستان په تړاو جوړه شوې دوه ورځې به دوام وکړي.

غونډې ته دافغانستان په‌استازیتوب دبهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وربلل شوی او کابل تمه لري چې له سیاسي او اقتصادي پلوه به دافغانستان په ګټه تمامه شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist