Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

کارپوهان: نړۍ لاهم د افغانستان سیاسي حل ته ژمنه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/07

د دوحې درېیمه ناسته کې چې په قطر کې ترسره شوه د نورو مسایلو ترڅنګ له افغانستان سره پر تعامل هم خبرې وشوې چې د افغان حکومت د سیاسي بقا لپاره مثبتې یادېږي.

د سیاسي  چارو کارپوهان وايي، نړۍ لیواله ده چې  له افغانستان سره له نږدې کار وکړي او رسمي تعامل ولري.

دوی وايي، اوس د نړۍ په دریځ کې بدلون راغلی او د افغانستان د کشالې سیاسي حل لپاره لاهم ژمنه ده.

دغه راز دوی زیاتوي، افغان لوري ته پکار ده چې  د دوحې له درېیمې ناستې را وروسته له رامنځته شوي فرصتونو چې د نړۍ د هېوادونو له لوري رامنځته شوي، باید سیاسي ګټه واخيستل شي.

تحلیل دا دی چې رامنځته شوي فرصته کولی شي د افغانانو شته ستونزې حل کړي.

 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « زما په نظر نړۍ لاهم ژمنه ده چې له سیمې سره په ګډه د افغانستان اوسنۍ کشالې ته سیاسي حل پیدا کړي. دا فرصتونه موږ ته زمینه برابروي چې موږ له نړۍ سره خپل توپیري بحثونه، غوښتنې او راتلونکي فکرونه په ښه توګه شریک کړو، ترڅو نړۍ متحده او ژمنه پاتې شي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې د افغانستان اوسنی نظام او افغان ولس دواړه له نړۍ سره رسمي اړیکې او سیاسي تعامل غواړي او په دې مساله یې بار بار ټینګار هم کړی؛ خو دا نړۍ ده چې د خپلو سیاسي ملحوظاتو له مخې له افغانستان سره له تعامل ډډه کوي او پلمې جوړوي.

دوی وايي، نړۍ باید په ریښتیني توګه خپل دریځ بدل کړي او پر افغانانو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالۍ ځاځی وايي: « طالبان او افغانان غواړي چې له نړۍ سره تعامل وکړي؛ خو له بده مرغه نړیوال د خپلو سیاسي موخو لپاره نه غواړي چې له افغانانو یا طالبانو سره تعامل وکړي او دا د نړیوالو له لوري یو جنایت دی.»

غوښتنه دا ده، چې اوس چې د افغانستان په تړاو د نړۍ په دریځ کې مثبت بدلون راغلی، افغان لوري ته هم پکار ده چې په کور دننه ځېنې شته ستونزې هوارې کړي.

کارپوهان وايي، اوسنی سرپرست حکومت باید پر دایمي بدل شي او له یوه قانوني ادرسه له نړۍ سره د خبرو او تعامل پروسه  پرمخ یوړل شي چې تر ډېره به بریالۍ هم وي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په کور دننه ځېني مسایل باید حل کړو، سرپرست حکومت په یوه دایمي حکومت او اداره بدلېدل اړین دي. موږ ته په کار دي چې د یوې قانمندې پروسې له لارې اوسني حالت ته بدلون ورکړو. که چېرې اوسنی حالت بدل شي نو ټول افغانان به وکولی شي د افغانستان په کشالو کې د خپلې وړتیا پر بنسټ خپل کردار ولوبوي چې دا به نړۍ لا له موږ سره ژمنه کړي او موږ به له دغه شان فرصتونو ښه ګټه واخلو. که خدای مه کړه، موږ بیا بیا دا فرصتونه له لاسه ورکوو؛ نو سیمه او نړۍ به له موږ مخ واړوي او افغانان به بیا یو ناورین سره مخ شي.»

اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی چې له ټولو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې او تعامل غواړي او ډاډ یې دا دی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist