Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

کارپوهان: نړيوالې ټولنې افغانستان کې د ثبات ټينګښت لپاره خپل مسوولیت نه دی ادا کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/24

له هغې وروسته چې جمهوریت نسکور او  اسلامي امارت بیا ځلې واک ته ورسېد، نامني هم له منځه تللې، خو لاهم افغانستان سیاسي ثبات ته نه دی رسیدلی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې، نړیواله ټولنه په هغو هېوادونو کې د تل پاتې ثبات د ټینګښت مسوولیت لري چې تازه له جګړو راوتلي وي.

دوی وايي، په افغانستان کې د دایمي ثبات ټینګښت په برخه کې نړیوالې ټولنې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.

دوي یې لامل له امریکا او نورو هېوادونو سره د نړیوالې ټولنې د سیاستونو انحصار په ګوته کوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « نړیوالې ټولنې د افغانستان او نورو مظلومو او محکومو ملتونو پر وړاندې خپل رسالت نه دی ادا کړی، دا ځکه چې د نړیوالې ټولنې سیاستونه د زبرځواکونو په انحصار کې دي. د افغانستان پر وړاندې  نړیوال سیاست د امریکا، اروپا او نورو زبرځواکونو له زاویې څخه تنظیم کېږي.»

کارپوهان په دې باور دي چې باثباته او خپلواک افغانستان نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولنې نړۍ پر ګټه دی نو نړیوالې ټولنې ته په کار دي چې په دغه برخه کې رېښتینې هڅې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « په دې څلورو لسیزو کې نړیوالې ټولنې  او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو نه یوازې دا چې دایمي ثبات او دایمي امنیت لپاره عملي ګامونه نه دي پورته کړي بلکې د سیمې استخباراتو د افغانستان بې ثباتۍ ته لمن هم وهلی او تل یې بې ثباتي غوښتې ده. زما په نظر په اوسنیو شرایطو کې نه یوازې دا چې یو په خپلو پښو ولاړ دایمي امن او دایمي ثبات د افغانانو پر ګټه دی، بلکی د نړۍ پر ګټه هم دی او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، ځکه چې په خپلو پښو ولاړ افغانستان د ټولې نړۍ پر ګټه دی.»

د ملګرو ملتونو منشور او د امنیت شور ۹۷ مې پریکړې پر اساس نړیواله ټولنه مکلفه ده چې د هېوادونو سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو د ۹۷ یمې پریکړې له مخې نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغانستان ثبات لپاره کار وکړي او په دغه برخه کې ښکیل هېوادونه له سره همغږي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه زمان ګل دهاتي وايي: « د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ سوله او امنیت د دوی اساسي دنده ده او دوی د افغانستان د ثبات په تړاو مکلفیت لري او دویمه هغه دنده چې دوی ته د امنیت شورا ۹۷ پرېکړې ور تر غاړې کړې ده، دوی مسوولیت لري چې په افغانستان کې د ثبات لپاره باید خپل مسوولیت ادا کړي.»

افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له پنځو لسیزو ناامنیو او جګړو تازه راوتلی ځواکمن مرکزي نظام لري، خو له سیاسي پلوه لاهم داسې ثبات ته نه دی رسیدلی چې افغانان یې هیله لري.

تمې دادي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په خپلو کې د خبرو او تعامل له لارې د افغانستان ثبات لپاره کار وکړي او خلک په خپل راتلونکي باور مند کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist