Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د نړیوال مشروعیت لپاره د لویې جرګې له لارې د نظام بڼه مالومول اړین دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/25

په افغانستان کې واک ته د سلامي امارت رسېدو سره له کابل سره د ټولې نړۍ سیاسي اړیکې پرې شوې،خو په تیرو لسو میاشتو کې د افغانستان په تړاو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو ته تمې وې،چې یو ځل بیا کابل له نړۍ سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې پیدا کړي،خو تردې مهاله دا کار نه دی شوی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،له نړۍ سره د رسمي سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره باید د لویې جرګې له لارې د نظام بڼه په ډاګه شي او داسې  ولس منلی دولت رامنځ ته شي،چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي. 

دوی وايي، په افغانستان کې د داسې نظام له جوړېدو وروسته بیا نړۍ له رسمیت پیژندنې پرته بله لار نه لري. 

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« کله چې فعلي حاکمان نوعیت د نظام مالوم کړي،د یوې لویې جرګې په ترڅ کې،داسې یوه لویه جرګه چې د افغان ولس په کې شتون ولري او له هغې وروسته ولس منلی دولت جوړ کړي،داسې یو دولت چې ولس ورسره خوشحاله وي، اقتصادي او اجتماعي رفا ولري ولس ورسره خوشحاله وي او دوی د دې جوګه شي،چې د افغانستان له ارضي تمامیته دفاع وکړي،داسې یو دولت که جوړ شي،نړۍ هم بیا اړه ده،چې د رسمیت پیژندنې لړۍ پیل کړي او افغان دولت پر رسمیت وپیژني.» 

 د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا د نړیوال مشروعیت لاسته راوړلو لپاره له ولس سره ډیالوګ او د سراسري زده کړو د بهیر پیل مهم یادوي،چې باید د دغې سترې موخې ترلاسه کولو لپاره د کورنۍ دندې په توګه ترسره شي. 

حکمت زیاته کړه:« د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره موږ باید ځینې کورنۍ دندې ترسره کړو.دغه کورنۍ دندې د خپل ملت د رضایت او نړیوالې ټولنې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اړینې دي،له هغې جملې ولس سره ډیالوګ او د ښوونې او روزنې سراسري پروسې پیل یې ترټولو مهم دي.» 

ځینې نور بیا وايي، د سیمې او نړۍ پر کچه ځینو ناستو هېله ‌من کړي وو،چې د افغانستان نوی نظام به په رسمیت وپیژندل شي،خو پر کوردننه وروستیو اقداماتو شوې هڅې ننګولي او دوی یې ناهیلې کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه  سید بلال فاطمي و ايي:« د افغانستان په تړاو د نړیوالو کنفرانسونو د جوړېدو او په ځانګړې توګه د بیجینګ له ناستې وروسته دغه هېله پیدا شوې وه،چې دافغانسان د رسمیت پیژندنې پر لور به نړۍ کوټلي ګامونه واخلي،خو د داخلي ناببرو اقداماتو له کبله هرڅه متاثر شول،هغه پایله چې هېله یې وه، لاسته رانغله.»

د افغانستان اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی دی، ټول هغه معیارونه چې د یوه حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره مهم وو،برابره کړي دي او سربېره پردې د اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان د دفترونو ترڅنګ ۱۳ هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه هم لري. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist