Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

کارپوهان: د افغانستان په اړه د روسيې سیاست ثابت نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/03

په داسې حال کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ اسلامي امارت د افغانستان واقعي ځواک وباله او له تورو لېستونو یې د اسلامي امارت د چارواکو پر ویستلو د غور کولو او دغه راز له اوسني حکومت سره د اړیکو ټینګول اړتیا یاده کړه، چې اسلامي امارت د دغه موقف هرکلی وکړ.

خو تازه د افغانستان لپاره روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلووف ویلي، په ټول افغانستان د طالبانو حاکمیت مهم دی او د دې هېواد تجزیه د سیمې لپاره ګواښ دی.

د سیاسي چارو کارپوهان باور لري، چې نړۍ او روسیې ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کولو کې پاکستان خپلې هڅې کړې دي او پر همدې بنسټ روسیه نه غواړي، چې افغانستان د دوی د داخلي امنیت لپاره ګواښ پېښ کړي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت په وار وار ډاډ ورکړی چې افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « په نړیواله کچه چې دغه اندېښنې زیاتې شوې دي، بنسټيز لامل یې د پاکستان د استخباراتو کړنه ده. روسان په دې اندېښنه لري، که چېرې له غربي نړۍ او د پاکستان د استخباراتو له ادرسه دغه ۲۲ ډلې او ټپلې چې د ترهګرۍ تر چتر لاندې د تاجکستان او ازباکستان، سیمې او منځنۍ اسیا لپاره جوړې شوې دي، که دغه ورداخلې شي او بله نوې جبهه د روسانو لپاره د افغانستان له ادرسه خلاصه کړي نو روسان به په اقتصادي او نظامي ډګر سختې ماتې سره مخ شي او وبه نه شي کولی چې د اوکراین جګړه په بریا سره مخې ته یوسې؛ نو همدا لامل دی چې روسان غواړي طالبانو سره ښې اړیکې ولري او د رسمیت پېژندنې، اقتصاد او استخباراتي ښو کړنو له ادرسه دغه جغرافیه تر خپل کنترول لاندې ونیسي، ترڅو په سیمه کې د غربي نړۍ پلانونه بریالي نه شي.»

له دې سره د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې روسیه د عامو خلکو د تېر ایستنې په موخه د افغانستان په اړه ضد و نقیض څرګندونې کوي.

 دوی که څه هم د روسیې او افغانستان اړیکې مهمې ګڼي خو باور لري، چې مسکو له نړۍ سره تعاملات لري او په خپلواک ډول له سرپرست حکومت سره رسمي اړیکې نه شي پاللی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: « زما خپله عقیده دا ده چې د روسانو اکثره څرګندونې عوام فریبي ده او غواړي چې د  خلکو په سترګو کې خاورې واچوي، هم غواړي چې په نړیواله اجماع کې واوسېږي او طالبان په رسمیت ونه پېژني او طالبان له نړیوالې ټولنې څخه جلا کړي او په ځان یې متقي کړي. زما په نظر د روسانو دغه پالېسي ناجوړه ده او صداقت په کې نشته، ځکه که روسان په رښتیا له طالبانو سره خوا خوږي لري نو باید دوی په رسمیت وپژني، حال دا چې روسانو دا کار نه دی کړی او عموماً ضد او نقیص خبرې کوي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « بیا هم لیدل کېږي چې د نورو غربي هېوادونو په څېر له افغانستان سره دوه ګونی سیاست پرمخ وړي. کوم ځای کې چې د دوی سیاسي، اقتصادي او ملي ګټې مطرح وي هلته یې افغانستان بهترین ملګری دی؛ خو په نورو مواردو کې تل افغانستان کې د ترهګریزو ډلو له شتونه اندېښنه څرګندوي چې دا یې دوه ګونی سیاست دی او باید د پای ټکی ورته کېدي.»

اسلامي امارت وايي، بهرنی سیاست یې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو په رغښت راڅرخي او له هېڅ هېواد سره د افغانستان د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په بیه اړیکې او تعاملات نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو سربېره، له روسیې او چین سره د اسلامي امارت اړیکې نږدې دي او د رسمي تعاملاتو کچې ته رسېدلې دي؛ خو د یادو دواړو هېوادونو سربېره لا هم د نړۍ هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist