Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د اسلامي همکاریو سازمان به له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې همکاري اعلان کړي، خو غوښتنې به هم ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/18

 د سیاسي چارو کارپوهان وايي،د اسلام اباد په ناسته کې به د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان د بشري مرستو په برخه کې خپله همکاري اعلان کړي،خو له اسلامي امارت به ځنې غوښتنې هم  ولري.

 دوی وايي، دغه سازمان زیات واک نه لري او په حقیقت کې دخپلو غړو هیوادونو دګټو لپاره کار کوي .

کارپوه هدایت حنیف شینواری وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان چې د ملګروملتونو  د نړیوال سازمان وروسته چې دویم لوی بین الحکومتي سازمان دی،چې دا مهال په اسلام اباد کې۵۷هېوادونه سره راټولیږي،چې  د بشري مرستو اعلان به وکړي او له افغان حکومت به ځنې غوښتنې هم ولري. د هر سازمان په څېر د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان هم یوه همکارهاداره ده،خو یو واکمنه اداره نه ده او په حقیقت کې د ۵۷ هېوادونو د رسمي ګټو لپاره عمل کوي.»

یو شمېر نور  بیا په دې اند دي،چې دغه سازمان په تیر کې هم د نورو نړیوالو سازمانونو تراغیز لاندې و او موثر نه دی تمام شوی.

دوی وايي، اسلامي امارت ته په کار د، چې د سازمان له غړو هېوادونو سره جلا جلا خبرې وکړي او د افغانستان په تړاو یې خپل مسولیت ته متوجه کړي.

کارپوه عبدالحق حماد وايي:« د اسلامي همکاریو د سازمان ناسته له دې امله زیاته مهم ده،چې په دې سازمان کې ټول اسلامي هېوادونه غړیتوب لري او اسلامي هېوادونه بې شمیرهمشترکات لري،خو دغه سازمان د نړیوالو سازمانونو تر تاثر لاندې دی او ډېر موثر نه دی تمام شوی. اسلامي امارت لپاره غوره دا ده، چې د دغه سازمان له غړو سره انفرادي ناستې ولري او هغوي وهڅوي،چې د افغانستان په موضوع کې خپل مسولیت ادا کړي.»

کارپوهان وايي، د اسلامي هیوادونو په ناسته کې به د افغانستان په تړاو ښې خبرې او بحثونه وشي،خو هېڅ اسلامي هېواد به د نوي نظام رسمیت پیژندنې ته حاضر نه شي.

کارپوه طارق فرهادي وايي:« اسلامي هېوادونه له دې امله نارامه دي،چې دوی د ښځو د کار او تحصیل په برخه کې واضع دریځ لري او د طالبانو تر پوښښ لاندې دغې مسلې ته چندانې توجه نه ده شوې،نو په حقیقت کې د اسلامي امارت استازي په اسلام باد کې  نورو اسلامي هېوادنو له سره به د منطق په جګړه کې ښکیل شي. په دې ناسته کې خوږې خبرې کیږي،خو په اخر کې هېڅ اسلامي هېواد به اسلامي امارت پر رسمیت ونه پیژني او که اقتصادي مرستې هم وکړي،ډېرې ناچیزې او کمې به وي.»

سعودي عربستان د روانې ډیسمبر میاشتې په نولسمه نیټه  د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو  د سازمان ناسته رابللې،چې د ۵۷غړو هېوادونو یو شمېر استازي له وړاندې کوربه هېواد ته رسېدلي دي.

دغې ناسته کې داسلامي امارت استازی هم ګډون کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist