Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدونکې ډله ملي قوت نه بلکې د نړیوالو لوبه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/12

د پنجشیر ولایت په خواجه عبدالله خېلو سیمه کې له وروستیو نښتو وروسته، باور دادی،چې جګړه د حل لار نه ده او نور په افغانستان کې د جګړې لپاره پلمې پاتې نه دي. 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې د اسلامي امارت پر وړاندې د مقاومت په نوم جنګېدونکې ډله ملي قوت او ځواک نه ده،بلکې د نړیوال استخباراتو لوبه ده او غواړي،افغانان یوځل بیا خپلمنځیو جګړو کې ښکیل کړي.

د سایسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدونکی لوی ملي قوت نه دی،د ټولو افغانانو د ارادې ممثل قوت نه دی،بلکې دا د نړۍ د استخباراتي کړیو هغه لوبه ده،چې بیا غواړي،دا هېواد، دا ملت په کورني تاوتریخوالي ککړ کړي،خو د اسلامي امارت له لوري په سیاست کې تیروتنې بیا ددغې جګړې دشدت لامل کیږي.» 

پخواني نظاميان د پنجشیر په ځينو سیمو کې د جګړې ادعاوې بې ګټې بولي او په باور یې هغوی چې له ټول قوت او امکاناتو سره مات شوي،په تش لاس څه نه شي کولای. 

د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی  وايي:« جګړه د حل لار نه ده،که په جګړو باندې کېدلی،تیر حکومت هم هرڅه امکانات درلودل،دغه کسان چې اوس د جګړو اوازونه وچتوي،دوی هم ټول امکانات درلودل،چې جګړه یې ونه شوه کولای. نو اوس به په خالي لاس څه جګړه وکړي، اوس یوازینۍ د حل لار د افغانانو ترمنځ ملي وحدت او یووالی دی.» 

ځینې بیا د دغه ولایت له خلکو غواړي،چې د هغو کسانو په لمسون دې خپل زامن د مرګ خولې ته نه ورکوي،چې له هېواده تښتیدلي دي او له خپلو کورنیو سره بهر کې خوندي ژوند لري. 

مخکینی نظامي جنرال صادق شینواری وايي:«طالبان په ټول افغانستان حاکمیت لري او کومې جګړې چې په دې وروستیو کې پنجشیر کې رامنځ ته شوې،د تشویش وړ نه دي. کوم اختلاف چې دطالبانو او مقاومتیانو ترمنځ دی باید دخبرو له لارې حل شي ځکه جګړه هیڅ ګټه نه لري افغانان دې بیداره اوسي چې دهغو کسانو په واسطه چې دوي بهر ته تښتیدلي دي او افغانستان دجګړې لایفې وي باید استعمال نه شي.»

د تیر حکومت د پوځ لوی درستیز بیا په خپلې ټیویټر پاڼې لیکلي،چې د یوه افغان په توګه د هرې جنګې ډلې مخالف دی او د مقاومت په نوم له ډلې یې غوښتي دي،چې د پردیو په لمسون دې خپل هېواد د تیر په څیر د جګړو پر ډګر نه بدلوي. 

د جمهوریت مهال لوی درستیز  جنرال هیبت الله علیزی وايي:« اوس د یووالي لپاره ښه فرصت دی. که یو ځای نه شو.دا ځل به ډېر پیښمانه یو زه د یو ا فغان په توګه دهرې جنګي ډلې مخالف یم  وم او همیشه به اوسم  هیڅ افغان ته نه ده په کار چې دجنګ لاره غوره کړي هغوي چې د مقاومت چغې وهي هیله کوم خپل هیواد دپردیو په لمسون بیرته زوړ حال ته مه ګرځوئ.» 

څو ورځې وړاندې د پنجشیر له ځينو سیمو د جګړو خبرونه خپاره شول،چې ګواکې د مقاومت په نوم ډلې،ځینې کلي او سیمې نیولي دي،خو اسلامي امارت د سیمو نیول رد کړي او زیاتوي،چې هېڅ چاته اجازه نه ورکوي،ترڅو  د خلکو فزیکي او رواني امنیت مختل کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist