Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان:د افغانستان ښه او بد وضعیت د کابل او واشنګټن ترمنځ د سیاسي ستونزو حل پورې تړلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/16

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا فشارونو سره غواړي،اسلامي امارت دې ته اړ کړي،چې خپلې غوښتنې پرې ومني.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« داسې ښکاري،چې امریکا له هر ډول فشار استفاده کوي،ترڅو طالبان اړ کړي، چې له امریکا سره پر ځنو مسایلو کې بحثونه وشي، د ښځو حقوق،دهغوی کار،زده کړې، د سیاسي مشرانو داخلول،په سیاسي پروسه کې د طالبانو له اړخه یو پراخ بنسټه حکومت دي او د دې ترڅنګ د تېرو شلو کلونو پرمختګونه چې امریکا او نورې نړۍسرهتېرحکومت راکړه ورکړه، ستراتیژیک تعلاقاتو کې همغږي رامنځ ته کول دي.»

طالبان او امریکا خپلو کې د دوحې هوکړه لري،چې د سولې خبرو په پایله کې لاسلیک شوه.

د شنونکي په دې باور دي،چې امریکا غواړي، له اسلامي امارت  سره خبرو کې دې پایلې ته هم ورسیږي، چې افغانستان کې د ایران،چین او روسیې پرمختګ ډب کړي او په سیمه کې دافغانستان بهرنی سیاست امریکا اداره کړي.

د دوی په خبره، چې دا یوه داسې چاره ده،چې د افغانستان اسلامي امارت  حاکمیت ننګولی شي.

شنونکی  عبدالحی قانت  شنونکی  وايي:«  امریکا دا مالومول غواړي،هغه اورپکي چې هغه د امریکا ملي امنیت ته ګواښ وي،افغانستان کې شته او کنه او اسلامي امارت یې په مخنیوي کېڅومره بریالی وه،دا اوله موضوع ده.دویمه موضوع امریکا غواړي،په دې وپوهیږي،چې د افغانستان نوی حکومت په نړیوال سیاست کې د کوم بلاک برخه ده.امریکا په دې نه ده خوښه،چې سیمهکې دې چین ایران او روسیه ښکیله وي.»

اسلامي امارت بیا له امریکا غواړي،چې مشران یې له تورلیسته وباسي او حکومت یې پر نړیواله کچه ومنل شي.

شنونکي وايي،دې هدف ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په تیرو څلورو میاشتو کې ناکام وو او باید خپله تګلاره بدله کړي.

شنونکی طارق فرهادي وايي:«  اسلامي امارت باید دا ومني،چې په تېرو څلور میاشتو کې د نړیوالو باور تر لاسه کولو کې ناکام وه. په کار ده،چې کار کړنه کې بدلون راولي، شورا تشکیل کړي اوپه حقیقت کې حکومت ټولشموله کړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا او نورو هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او امریکا باید د یوه خپلواک هېواد په توګه له افغانستان سره ښې اړیکې وساتي.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist