Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې پر۵۵۰ بې وزله کورنیو  د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/06

په کابل کې نن دوشنبه د «۱۴۰۰ کال دلېندۍ پر ۱۵ مه» د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې له خوا د  د نږدې شل زره ایرو په ارزښت  پر ۵۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د یادې کمېټې مشر محمد عالم شهاب وايي، په پام ې لري،چې په راتلونکي کې هم ورته مرستې وکړي او د بې وزلو لاسنیوی وکړي.

شهاب زیاته کړه:« بالاخره دې پایلې ته ورسېدو،چې نن د بګرامیو ولسوالۍ ته راغلو او له ۵۵۰ بې وزله کورنیو سره مرستې وکړو. زموږ مرستې به له ژمنې سره سمې روانې وي. اوونۍ کې ۵۰۰ یا زر او یا مو چې څومره وس وو، له خپلو خلکو سره ولاړ یوو.»

اړمنې کورنۍ وايي، بې کارۍ او د ژمي سړې هوا اندېښمن کړي او له مرستندویه بنسټونو غواړي،چې د درملو او پوښاک مرستې هم  ورسره وکړي.

یوه بې وزله وايي:« دوه میاشتې کېږي،ډوډۍ مو نه ده پخه کړې، کله د سل، کله پنځوس او کله د ۱۵۰ افغانیو ډوډۍ راوړو او بسنه هم راته نه کوي. د بوشکې غوړ اخېستو وس نه لرو،پاکټ اخلو،هغه هم په ۱۵۰ افغانۍ چې دوه ورځې مو نه کېږی.»

یو بل بې وزله وايي:« دا اوس ژمی دی. داسې کورنۍ شته دی،چې په کور کې ګاز نه لري، لرګي او نور هېڅ شی نه لري. د ماشومانو او سپین ږیرو به څه حال وي. تاسې ورشئ وګرځئ،سروې وکړئ چې د ولس څه حال دی.»

دغه بشري مرسته چې د کابل کډوالو ریاست په همغږۍ وویشل شوه، مسوولینو یې د مرستو د وېش برخه کې د شفافیت ډاډ ورکړ.

د یاد ریاست مسوولین وايي، یو شمېر هغه ملکان او قومي مشران یې نیولي دی،چې د مرستو د وېش پ مهال یې له بې وزله خلکو ۵۰۰  افغانۍ اخېستې وې.

د کابل کډوالو چارو مشر مولوي عبدالمتین رحمیزی وايي:«  ملک صاحبان چې پر هغوی مخکینی اعتماد وو، ورته مو ویلی و، چې د بې وزله خلکو لیستونه برابر کړئ، متأسفانه چې هغوی له هر کوره پنځه پنځه سوه افغانۍ اخیستې وې، اوس هغوی استخباراتو کې بندیان دي او خپله جزاء به خامخا ګوري.»

عام خلک له نړیوالو غواړي،چې افغانستان کې د لوږې او فقر په اړه څومره تبلیغات کوي، د هغې په نیمایي دې مرستې وکړي،چې بشردوستي یې ثابته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist