Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د صنعت او کولتور په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځینی نندارتون پيل شو

کابل کې د صنعت او کولتور په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځینی نندارتون پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/02

د امام ابوحنیفه له څلورم ملي او نړیوال نندارتون وروسته په کابل کې د کورنیو صنعتي تولیداتو یو بل درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د صنعت او کولتور په نوم دا نندارتون سلګونه غرفې لري او کورني تولیدات په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

چارواکي د دې ډول نندراتونونو جوړول ځکه مهم ګڼي چې په کې د بازار موندنې له لارې د کورنيو توليداتو د لا زيات ملاتړ زمينه برابرېږي. دوی پر دې هم ټينګار کوي چې د خلکو له لوري د کورنيو توليداتو کارول کولی شي د يادو توکو صنعت تقويه او اقتصادي ودې ته زمينه برابره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس قابل محمد عابد وايي: « دا ډول نندارتونونه زموږ د لاسي صنایعو، تولیداتو او محصولاتو صنعت په حرکت راولي، هېوادوال له خپلو تولیداتو څخه خبروي، همدارنګه د ولایتونو سوداګرۍ او صنعتګر سره معرفي کوي. نندارتونونه په کور دننه او بهر کې زموږ د محصولاتو معرفي کولو، پانګونې جذبولو او صادراتو د زیاتولو لپاره غوره لاره ده.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ رییس سیف الرحمان محمدي وايي: « د افغانستان په ټولو ځوانانو او ملت غږ کوم چې راځئ خپل هېواد په خپلو استعدادونو جوړ کړو او دغه راز له خپلو وطني توکو ګټه واخلو.

سوداګر، متشبثان، پانګوال، صنعتګر او خلک له دې ډول نندارتونونو هرکلی او وايي، باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخیستل شي.

متشبث محمد ظاهر نوري وايي: « ترهغو چې کولی شي، باید له خپلو وطني تولیداتو ګټه پورته کړي، ترڅو کورني تولیدات خرڅ شي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي. له چارواکو غواړم دا ډول نندارتونو په نورو ولایتونو او دغه راز له هېواد څخه بهر هم جوړ کړي.»

متشبثه فروهر وايي: « له خلکو غوښتنه کوم چې موږ تشویق او حمایت کړي. موږ د دغو توکو د تولید لپاره ډېر زحمت باسو او له خلکو غواړم چې په پېرلو سره یې زموږ ملاتړ وکړي.»

متشبثه فېروزه داوود وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د خپلو توکو کیفیت لوړ دی او بله دا چې د صنعګرو ملاتړ کېږي او د هېواد اقتصادي ورسره ښه کېږي.»

متشبثه پلوشه وايي: « موږ دلته ښه کوچ، پېروی، پنیر، مستې، شیدې او نور لبنیات لرو چې له ښه کیفیت څخه برخمن دي.»

متشبثه فوزیه سخي زاده وايي: « په دې نندارتونونو کې زموږ خپل تولید کړي توکي نندارې ته اېښودل کېږي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول نندارتونونه د تل لپاره جوړ شي.»

نندارتون ته ورغلي بیا وايي، کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې لپاره د ورته نندارتونونو جوړول مهم دي او باید هڅه وشي چې په دې موخه ولايتونو کې هم نندارتونونه جوړ شي.

د کابل اوسېدونکی مجیب الرحمان وايي: « زموږ ډېری هېوادوال په دې نه دي خبر چې دلته هېواد کې کوم توکي تولیدېږي؛ کله چې دا توکي په نندارتون کې کېښودل شي او خلک یې وویني، دوی کولی شي د خریداري پرمهال همدا وطني توکي وپېري.»

د کابل اوسېدونکې صفا وايي: « ما دلته ډېر توکي ولیدل، لکه لاسي صنایع، خوراکي توکي او نور. موږ ډېری دا توکي نه وو لیدلي او نه پوهېدو چې زموږ په هېواد کې دا ډول توکي تولیدېږي. دا نندارتونونه د نویو توکو د معرفي کولو لپاره ډېر ښه دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره په راتلونکي کې ۵۲ نندارتونونه په پام کې لري چې په ټول هېواد کې به جوړ او بېلابېل کورني توکي په کې نندارې ته وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist