Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د ایران سفارت: تهران له افغان کډوالو سره هېڅ ډول ستونزه نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/10

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشبنه د « ۱۴۰۱ کال وري پر ۲۱ مه»  پر افغان کډوالو د زور زیاتي په اړه یوه خبرپاڼه کې خپره کړې،چې په کې ویل شوي، تهران له افغان کډوالو سره هېڅ ډول ستونزه نه لري. 

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، افغان کډوال هر وخت کولای شي، ایران ته ولاړ شي او هېڅوک یې پر وړاندې خنډ نه جوړیږي.

خو  په خبرپاڼه کې  ویل شوي،چې  د ایران پوله ساتي ځواکونه اړ دي،چې دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخنیوی وکړي.

ایران وايي، اوس مهال په کابل کې د ایران سفارت د دروازې  تړل کیدل،د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو خرابیدو توطئه ده.

دا خبرپاڼه وروسته له هغې خپرېږي،چې د ایران د مشهد ښار په یوه زیارت کې پر ملایانو له برید وروسته،په‌ دې هېواد کې افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له خوا بد چلن او ظلم پيل شو او پر کوردننه یې د افغانانو غوسې راوپارولې. 

 سره له دې چې اسلامي‌امارت د امام رضا زیارت کې پر درېیو ملایانو د چړو برید،چې پرمهال یو کس وژل شوی او درې ټپيان شوي غندلی دی،خو له تېرو څو  ورځو راهیسې په خواله  رسنیو کې افغان ګډوالو سره د ایرانیانو له لورې د تاوتریخوالي او شکنجو ویډیوګانې خپرېږي.

دا لومړی ځل نه دی، چېایران کې له میشتو افغانانو سره د ایراني ځواکونو او عامو خلکو له خوا زور زیاتی او بد چلن کېږي، بلکې په تیرو شلو کلونو کې زرګونه افغانان له دې هېواده  په زور را شړل شوي، سلګونه نور بندیان شوي،سیند ته اچول شوي او ګڼ شمېر نور وژل شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist