Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډيکارلو: له سرپرست حکومت سره تعامل د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده

ډيکارلو: له سرپرست حکومت سره تعامل د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/03

د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې پر مشرۍ د سرپرست حکومت د پلاوي او د ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شوه او په کې د افغانستان په اړه پر بېلابېلو بحثونه وشول.

د ملګرو ملتونوسرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو د دوحې دریېمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په خبرې کنفرانس کې ویلي، په دې ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو استازو له سرپرست حکومت وغوښتل، څو د ښځو کار او نجونو پر زده کړو لګول شوي محدویتونه لري کړي.

نوموړې زیاته کړې، تر هغې به سرپرست حکومت په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې کې ور ګډ نشي، ترڅو د ښځو حقونو مراعتولو او د نجونو ښوونځیو په پرانېستلو کې یې ګام نه وي پورته کړي.

ډیکارلو وايي: « د ټولو بحثونو په لړ کې او نړیوالو اندېښنو ته په پام، چې د ښځو او نجونو حقونه په کې په  دوامداره توګه محدود شوي، افغانستان نشي کولی د نړیوالې ټولنې برخه شي او تر هغې چې د نفوس نیمه برخه یې له کار او زده کړو لرې پاتې وي، دغه هېواد به بشپړ اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ونه کړي او نه به یې ملاتړ وشي. د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د ښځو او مدني فعالانو پر یو میز نه ګډون او د دې برخې محرومیت به د دې هېواد د پرمختګ په برخه کې لوی خنډ وي.»

ډیکارلو زیاتوي، د دوحې ناسته او له سرپرست حکومت سره تعامل د اړیکو عادي کولو او یا رسمېت پېژندنې په مانا نه ده او هیله یې ښودلې، چې دا ناسته به په افغانستان کې د یوې پرانېستې ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې ګټوره وي.

له دې مخکې هم د افغانستان په اړه یو شمېر ناستې جوړې شوې وې او اوس وبه لیدل شي، چې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمې ناستې پایلې به څه وي؟

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال ودانټ پټېل ویلي، دوی د دوحې په درېيمه ناسته کې د افغان ښځو حقونو موضوع مطرح کېدو په  تړاو له ملګرو ملتونو ډاډ لاسه کړی دی.

د پټل په خبره، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازو رینا امیري او توماس ویسټ ګډون په دې مانا دی، چې په دې ناسته کې به د افغان ښځو حقونو پر سر بحث مطرح شي.

هغه زیاته کړې: « موږ له هغې وروسته، چې ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تامین په برخه کې ژمنتیا وښوده؛ ګډون وکړ، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره او د دوحې په درېیمه ناسته کې به د مدني فعالانو او ښځو ونډه او هڅونه مهمه وي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوحې د درېیمې ناستې پر دویمه ورځ د بانکي او اقتصادي بندیزونو پر لېرې کېدو هم ټينګار شوی.

نوموړی وايي، سرپرست حکومت د هر ډول نشه ‌يي توکو کښت، تولید، پروسس او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هڅه کوي، چې کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره کړي.

مجاهد زیاتوي: « هېوادونو په عموم کې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې خپلې ژمنتیاوې تکرار کړې او د افغانستان حضور یې په دې ناسته کې مهم وبله. هیله شته چې افغانستان سره اقتصادي معاملاتو کې اسانتیاوې زیاتې شي او محدویتونه کم شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتيریش د دوحې په لومړۍ غونډه کې هڅه وکړه، چې د افغانستان د خلکو ستونزو او اندېښنو، د نجونو زده‌کړو، د ښځو کار او ټولنه کې د ښځو بنسټیزو حقونو، له نړيوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنو او ځېنو نورو موضوعاتو په تړاو له هغوی سره خبرې وکړي؛ خو په ناسته کې حکومتي پلاوي ګډون نه و کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist