Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

چین او اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/05

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې د د سرپرست حکومت له جګپوړو چارواکو سره پر لیدو کتو بوخت دی او سرپرست حکومت هڅوي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

د یادو لیدنو پر دوام سره نوموړي په کابل کې د چین له سفیر جاوشینګ سره لیدلي او له افغانستان سره یې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

جاو شینګ وايي: « موږ له افغانستان سره د دوو اړخیزه او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو پر زیاتولو او پیاوړتیا خبرې وکړې، څو له اوسنيو واکمنانو سره اړیکې لاغښتلي شي.»

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د ولس نماینده او په ځانګړې توګه د دولت د بهرنیو چارو وزیر دې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي او د افغانستان ټولې ستونزې دې له نړۍ او اروپايي ټولنې سره مطرح کړي، تر څو په ګډه سره د دغو ناخوالو پر وړاندې یوه مشترکه مبارزه پیل شي او افغانستان له ترهګرۍ د امن په بستر بدل شي.»

نيکلاسن داسې مهال د چین له سفیر سره لیدنه کړې چې د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې له ترسره کېدو وړاندې، په سيمه‌يیزه کچه د افغانستان اړوند مسايلو په تړاو د اجماع رامنځته کېدو هڅې پيل شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان د نیکلاسن دا لیدنې د افغانستان اوسني وضعیت لپاره مهمې ګڼي او وایي، د یادو لیدنو اساسي موخه په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات او ټیکاوو رامنځته کول دي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « دغسې لیدنې که ایران سره وي که پاکستان سره وي او که بل هر هېواد سره وي، زه یې په نېک پال نیسم، ځګه داسې به د جنګ لړۍ مذاکراتو بدله شي، د افهام او تفهیم ژبه دلته عامه شي او وبه وکولی شو د مېز تر شا کېنو او ستونزې هوارې کړو.»

خو دې ته په پام سره سرپرست حکومت مدعي دی، چې د چين او ايران په شمول يې له اروپايي ټولنې سره مناسبات د پياوړتيا په حال کې دي او له هغو هېوادونو هم د سالم تعامل غوښتنه کوي، چې په تېر کې يې په افغانستان کې نظامي حضور درلود.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « افغانستان هم د چین او ایران په شمول له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډيو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا اړیکې ورځ په ورځ د پیاوړتیا په لور روانې دي خصوصاً اقتصادي او د راکړې ورکړې په ډګر کې، همداراز ښه د اعتماد فضا جوړه شوې چې دا به ان شاءالله پیاوړې کېږي. له نورو هېوادونو سره هم زموږ اړیکې د افغانستان په ګټو ولاړې دي. موږ تل د ښو اړیکو طرفدار یو او په دې اړه مو هڅه کړې ده. په هغو پرګرامونو کې چې په نړۍ کې کله کله دایرېږي د افغانستان حضور اړین و، خو هغې کې باید د افغانستان ګټې هم په نظر کې ونیول شي. هیله من یو چې همداسې اقدامات ترسره شي او له هېوادونو سره اړیکې پراخه شي او موږ کولی شو ټولې هغه ستونزې چې اړیکو ترمنځ دي هوارې کړو او په اقتصادي او ډیپلوماټيکه برخه کې د افغانستان اړیکې لا پراخه شي.»

یادو هېوادونو بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو رعایت، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مبارزه او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارېدل د سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر وړاندې د شرطونو په توګه مطرح کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist