Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: کونړ کې د ځنګلونو وهلو او لرګیو قاچاق مخه نیول شوې

چارواکي: کونړ کې د ځنګلونو وهلو او لرګیو قاچاق مخه نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/24

په کونړ کې ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او قاچاق مخنیوي په موخه شنه قطعه له نږدې دوو کالو راهیسې فعالیت کوي، چې د ځنګلونو  پرې کېدو او د لرګیو قاچاق ۹۰ سلنه مخه یې نیولې.

دوی د ځنګلو ساتنې په برخه کې د سیمه ییزو خلکو همکاري مهمه بللې او غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو د ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په برخه کې دې خپل ملي مسوولیت سرته ورسوي.

په کونړ کې د ځنګلونو ساتنې قطعې قوماندان مولوي مجیب الرحمن غزنوي وايي:«  څه باندې ۳۱ موټر چارتراش دي او یو څه د سون لرګي دي، چې موږ راوړي دي، چې په ټوله کې ۵۰۰ دانې چارتراش جوړېږي. نو د تېر پرتله انشاء الله ډېر کموالی راغلی دی. انشاء الله له دې وروسته به هم ډېره هڅه کوو.»  

په ورته مهال د کونړ ځايي ولسونه د ځنګلون ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په برخه کې د ځنګلونو ساتنې قطعې هڅې ستايي او غوښتنه کوي، چې د اسلامي امارت مشرتابه دې د یادې قطعې تشکیل زیات کړي؛ ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د ځنګلونو ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي ته رسېدنه وکړي.

دوی زیاتوي،  د تاریخ په اوږدو کې د ولسونو په همکارۍ ملي شتمنۍ ساتل شوي او ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې به له سرپرست حکومت سره پوره هلې ځلې کوي.

د کونړ یو تن اوسېدونکی وايي:«  که دا قطعه ، قوي شي او پرمختللي تجهیزات ورکړل شي، پرسونل یې زیات شي، نو دغه پاتې مساله به هم حل شي.»

د کونړ یو بل  اوسېدونکی بیا وايي:« هغه سیمې چې لرې دي، باید هغو سیمو ته پر وخت رسېدنه وشي او دغه کوم قاچاق چې د دوی له لاسه ډېر لرې دی  او په ډېرو لرو سیمو کې کېږي، باید د هغې مخنیوی وشي.»

باور دا دی که د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ځنګلونو ساتنې په برخه کې د اسلامي امارت اوسنۍ هلې ځلې لاچټکې او د ځنګل وهوونکو او قاچاقبرو پر وړاندې مبارزه جدي او پر هغوی رحم ونه شي؛ شونې ده چې په لنډ وخت کې به د ځنګلونو ترڅنګ ټولې ملي شتمنۍ له قاچاق او زیان رسولو خوندي وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist