Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو موجودیت په اړه ادعاوې بې اساسه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/14

په سویل کې د  پکتیا ولایت اریوب ځاځيو ولسوالۍ مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې هیڅ ډول امنیتي پیښه نه ده رامنځته شوې او د مخالفو وسله والو د موجودیت ادعاوې بې بنسټه ده.

د اریوب ځاځیو ولسوال ظاهر ګل وايي،د ولسوالۍ پر ټولو برخو بشپړ کنټرول لري او تر اوسه پورې د داسې وسله والو ګروپونو تائید نه شي کولای،چې د اسلامي امارت ضد کړنې دې ترسره کړي.

ظاهرګل زیاته کړه:« دا خبره هېڅ حقیقت نه لري.هیڅوک لیدل شوي نه دي. زمونږ ګزمې ۲۴ ساعته فعاله دي.» 

د اریوب ځاځیو د استخباراتو مدیر هم په دغه ولسوالۍ کې د مقاومت او یا په نورو نومونو د اړوند وسله والو موجودیت نه مني او وایي،په اړه یې خپرې شوې ادعاوې حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړه:« الحمد لله دلته یوه ډاډمنه فضاء ده. امنیت خوندي دی.  تر اوسه  پورې اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې هېڅ ډول پیښه نه ده رامنځته شوې. هیڅ سیاسي پیښه نه لرو.کومو رسنیو چې څه خپاره کړي ول،هغه ټول دروغ ول.»  

یو شمیر سرتیري هم اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو موجودیت ردوي او وایي، که فعالیتونه یې محسوس شي، پر وخت به له منځه یووړل شي.

اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو تن سرتیری وايي:« دلته خو تر اوسه پورې هیڅ ډول پيښه نه ده رامنځته شوې. بیا هم که څه رامنځته کیږي، موږ یې ژر مخنیوی کولای شو.» 

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې یو بل سرتېری بیا داسې وايي:« که کوم څه رامنځته کیږي.زموږ امنیتي ځواکونو بشپړ چمتووالی لري،چې د هر ډول پیښې مخه په مېړانې سره ونیسي.» 

څو ورځې وړاندې یو شمیر رسنیو له لوري داسې راپورونه  خپاره شوي ول، چې اریوب ځاځيو ولسوالۍ کې یو شمیر مخالفو وسله والو فعالیتونه پیل کړي او په ځېنې اهدافو یې بریدونه ترسره کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist