Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ځوانان: بېکارۍ او بېوزلۍ هېواد پرېښودو ته اړ کړي یو

ځوانان: بېکارۍ او بېوزلۍ هېواد پرېښودو ته اړ کړي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/11

بېکاري، فقر، د کورنیو اقتصادي ستونزې او ځېنې نور ټولنیز او سیاسي عوامل هغه څه دي چې د هېواد ځوانان او خلک یې غیر قانوني کډوالۍ ته اړ کړي.

په غیر قانوني لارو د خلکو تګ ګاونډیو هېوادونو ته او له هغه ځایه بیا اروپايي او یا هم د نړۍ نورو هېوادونو ته ډېر له کړاوونو ډک دی، دغه ځوانان چې په قاچاقي لارو د هېواد پرېښودولو په تکل له خپل کوره وځي، د قاچاقي لارو له کړاوونو او ګواښونو خبر وي؛ خو اړ دي چې خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

دوی سره له دې چې پوهېږي قاچاقي لارې سختې دي او پخوا یې هم د دې لارې سختې تجربې لیدلي؛ خو بیا هم غواړي ولاړ شي، ځکه دلته کار لري او کورنۍ یې ترې نفقه غواړي.

ایران ته په قاچاقي لارو تلوونکی یو ځوان وايي: « د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله ده نو څه وکړو؟ کار نشته. په دې خوښ یو چې دې هېواد کې زېږېدلي یو، خپلې خاورې سره مینه لرو، خپله خاوره خوږه ده او د مور حیثیت لري؛ خو مجبور یو کار نشته، اقتصاد ضعیف دی. درې میاشتې کېږي له ایرانه را وېستل شوی یم، دلته راغلی یم دلته بې کاره یم، موږ ځوانان یو خپله هم خرڅ او مصرف لرو او کورنۍ هم له موږ توقع لري؛ نو ستونزې بیخي زیاتې دي او موږ مجبور یو چې په دغو خطرناکو لارو لاړ شو.»

په زرګونه داسې ځوانان چې لوړې زده کړې یې کړي، غواړي چې په غیر قانوني لارو ولاړ شي او هېواد پرېږدي، له سرپرست حکومته غواړي چې دلته په هېواد کې ورته د کار زمینه برابره کړي.

ایران ته په قاچاقي لارو تلوونکی یو ځوان وايي: « څوک وايي چې موږ بېسواده یو؟ موږ درس ویلی، زه خپله په ۱۳۹۸ کال د کهکشان پوهنتون د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغ یم؛ نو اوس څه وکړم؟ کار نشته، وظیفه نشته، روزګار مو سخت خراب دی او مجبور یو چې ایران ته لاړ شو او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو.»

بې کاري او بې روزګاري په افغانستان کې هغه لویه ستونزه ده، چې ځوانان جلاوطنۍ ته اړ کوي.

کاریګر وايي، پر دوی کاري ساحه تنګه شوې او په ورځو ورځو د یوې ورځې د مزدورۍ پیدا کولو لپاره په څلور لارو کې په تمه پاتې کېږي.

یو تن کاریګر وايي: « زموږ پوښتنه دا ده چې زموږ ځوانان ولې دې وضعیت ته ورسېدل؟ څوک په کندو کې پراته دي، څوک سپو او پړانګانو وخوړل؛ خو دا له مجبوریته دې حالت ورسېدل کنه، دوی کورنۍ لري او کورنۍ خو ډوډۍ غواړي کنه، یوازې خپله خو نه دي په کور کې یې بچیان ناست دي، د کورونو کرایه یې تر غاړې ده نو دې هر څه سره څه وکړي او څنګه خپلې ستونزې هوارې کړي. څه وکړو غلا وکړو، د چا جېبونه ووهو، څه چاره وکړو؟»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني، په هېواد کې اقتصادي ستونزې او د عامه پوهاي نشتون هغه عوامل یادوي چې له امله یې افغانان  د هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

حقاني وايي، د کډوالو وزارت له نورو اړوندو وزارتونو سره بشپړه همغږي لري، تر څو په هېوادو کې دننه په لویو پروژو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي: « د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یو پالېسي جوړونکی وزارت دی او دا د دوی مسوولیت دی چې افغانانو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو افغانان په غيرقانوني لارو نورو هېوادونو ته لاړ نه شي او سربېره له دې موږ په دې برخه کې له نورو وزارتونو سره هم همغږي لرو، په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره، ترڅو ځوانانو ته په هېواد کې دننه د کار او روزګار زمینه برابره شي او دوی دې ته اړ نه شي چې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، هغو ځوانانو ته چې غواړي په غیر قانوني او قاچاقي لار له هېواده ووځي، د لوړو زده کړو د بشپړولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره ځېنې پلانونه او برنامې په پام کې لري او په عملي کولو سره به یې ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist