Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې یو شمېر ښځنیه زده کړیالانو د حجاب په اړه د اسلامي امارت له پرېکړې هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/16

په سویل پکتیا ولایت کې د پوهنتون یو شمیر ښځېنه زده کړیالانې وايي، د حجاب په اړه د د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له  وروستۍ پریکړې هرکلی کوي. 

دوی وايي، حجاب د ا سلامي امارت نه بلکې یو الهي امر دی،چې مسلمانې ښځې یې په مراعت کولو مکلفې دې او ۹۹ سلنه افغان ښځې حجاب مراعت  کوي او دا کومه نوې خبره نه ده.

د پکتیا پوهنتون یوه زده کړیاله وايي:« حجاب په اسلام کې مهم امر دی،موږ دا منلی دی. موږ دا د ا سلامي امارت امر نه ګڼو، دا الهي حکم دی او موږ د الله ج لپاره حجاب کوو.» 

د پکتیا پوهنتون یوه بله زده کړیاله بیا وايي:«  ۹۹ سلنه افغان میرمنې حجاب لا له وړاندې مراعت کوي، یوازې یو سلنه یې مخالفې دي. زما په فکر دا د اسلامي امارت امر نه بلکې دا الهي امر دی او موږ یې باید مراعت کړو.» 

د پکتیا پوهنتون ښځېنه زده کړیالانو همدا راز پر کورد ننه او بهر هغه ښځې وغندلې،چې ظاهر د حجاب په مخالفت ولاړې دي او د شخصي موخو لپاره ترې ګټه پورته کوي.

دوی وايي، یو شمیر ښځې غواړي،چې د افغان میرمنو ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړي او د همدې لپاره د حجاب مخالفت کوي. 

د پکتیا پوهنتون یوه زده کړیاله وايي:« دا د انسان په شرم او حیا پورې تړلې، یعنې خپل ننګ او شرم اجازه نه ورکوي،چې یوه ښځه بې حجابه واوسي او باید چې حجاب مراعات کړي .» 

د پکتیا پوهنتون یوه بله زده کړیاله وايي:«  کومې خویندې چې د حجاب مخالفت کوي،موږ د هغوی په کلکه غندنه کوو. زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، دا د یهود او نصراوو ټولنه نه ده.» 

څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حجاب په اړه یو فرمان صادر کړ،چې له مخې یې ښځې په مراعت کولو مکلفې شوي اود حجاب نه مراعت کولو په صورت کې به د سرغړونکو ښځینه‌وو، ولي يا د کور سرپرست د درې ورځو له پاره اړونده ریاست ته ورغوښتل او محاکمه کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist