Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې د بلیک برن موسسې له لوري ۲۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/05

په سوېل پکتیا ولایت کې د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري پر ۱۵ مه» د بلیک برن  موسیسې له لوري مرکز ګردیز ، احمد ابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۲۶۰۰  اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

 د دغې موسیسې له لوري له بې وزله کورنیو سره شوې مرسته کې اوړه ،غوړي، لوبیا، چای او بوره شامل دي او خلک د دا ډول مرستو پر دوام ټینګار کوي .

د پکتیا یو تن اوسېدونکی  وايي:« موږ له دغې موسیسې مننه کوو،چې له موږ سره یې مرسته وکړه. غوښتنه مو ترې دا ده،چې له موږ بې وزلو سره دې دا ډول مرستو ته دوام ورکړي.»

د پکیتا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د دې کلي خلک ډېر بې وزله دي،ټول جګړو ځپلي، هېڅ نه لري. زموږ هېله دا ده،چې راتلونکې کې هم له موږ سره مرسته وشي.»

د بلیک برن موسیسې له لوري د خوراکي توکه دغه مرسته تر ډېره له هغو بې وزله کورنیو سره شوې،چې تیرو کلونو کې یې سیمې جګړو ځپلي دي .

د دغو کورنیو غړي وایي،جګړو ترې هر څه اخېستي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره باید ورسره په ورته ډول مرستې وشي.

د پکتیا یوتن اوسېدونکی  وايي:« موږ هر څه ته اړتیا لرو،ټول بې وزله دي، کورونو کې کونډې یتیمان دي. موږ  ټول هر ډول خوراکي توکو ته اړتیا لرو.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا داسې وايي:« له موږ بې وزلو سره باید راتلونکې کې هم مرستې وشي. موږ هېڅ نه لرو. هېله ده،چې هېر نه شو.»

د بلیک برن موسیسې مسوولین د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي او وایي، نږدې راتلونکې کې به په ورته ډول پر بې وزله کورنیو نورې مرستې هم وویشل شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist